کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت سږ کال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په داسې حال کې د ۱۵۵ چکډیمونو جوړولو پلان لري چې تېر لمریز کال درېیو وزارتونو د هېواد په ډېری ولایتونو کې ۱۹۸ چکډیمونه جوړ کړي دي.
چکډیمونه د اوبو زېرمه کولو واړه بندونه دي چې د واورې او باران اوبو د کنټرول لپاره جوړېږي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیعالله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت تېر کال د هېواد په کچه ۱۴۰ چکډیمونه په پلان کې درلودل چې له ډلې یې د ۱۳۰ چکډیمونو قراردادونه شوي، ۵۰ چکډیمونه جوړ شوي او پر پاتې نورو کار وران دی.
دی وايي، د دغو چکډیمونو جوړولو لپاره ۴۲۰ میلیون افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې چې د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، جوړ شوي چکډیمونه په کابل، غزني، لوګر، بامیان، پروان او ننګرهار ولایتونو کې دي.
هغه زیاتوي، دغه وزارت روان لمریز کال د هېواد په کچه د ۱۵۵ چکډیمونو جوړېدو پلان لري او په خبره یې، یاد شمېر چکډیمونه به د زرګونه متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا ولري، خو نوموړي یې د لګښت په اړه معلومات ور نهکړل.
د نوموړي په خبره، نړۍوالو بنسټونو د اوبو او برېښنا وزارت اړوند پروژو کې د پام وړ مرسته نه ده کړې او پر نړۍوالو بنسټونو یې غږ وکړ څو د دغه وزارت پروژې تمویل کړي.
ورته مهال، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت تېر لمریز کال د هېواد په لسو ولایتونو کې د ۴۱۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۳۸ چکډیمونه جوړ کړي دي.
دي وايي، یاد شمېر چکډیمونه په اروزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو چکډیمونو ټول لګښت د اسلامي امارت له بودجې ورکړل شوی دی.
نوموړی هم زیاتوي چې چکډیمونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، د سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړېدو او د ځمکې د تخریب مخنیوي په موخه جوړ شوي دي.
دغه راز د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل د یادې موضوع په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، دغه وزارت ته په ۱۴۰۲ کال کې دنده سپارل شوې وه چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۲ چکډیمونو جوړولو چارې پیل کړي.
دی وايي، د دغه وزارت رهبرۍ یاد شمېر ولایتونو ته تخنیکي ټیمونه ولېږل، څو د چکډیمونو تخنیکي سروېګانې او ډیزاین ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال د دغو چکډیمونو جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي چې له ډلې یې لس چکډیمونه جوړ شوي او په وینا یې، د پاتې هغو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي.
د عادل په خبره، پر یادو چکدیمونو ۴۲۶ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له بودجې ورکول کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، یاد چکډیمونه په بادغیس، هرات، نیمروز، زابل، فراه، کندوز، سرپل، بلخ، پکتیا، پروان، کاپسا او نورستان ولایتونو کې جوړېږي.
د نوموړي په وینا، د بودجې ترلاسه کولو په صورت کې دغه وزارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د نورو چکډیمونو جوړولو پلان هم لري.
کارپوهان هم د اوبو مهار لپاره د چکډیمونو جوړول یو مثبت ګام بولي.
د کابل پوهنتون د چاپېریالساتنې پوهنځي رییس پوهندوی محمد داوود شېرزاد پژواک ته وویل، په ټوله کې د داسې جغرافیې لپاره لکه افغانستان او دې ته ورته نورې سیمې چې د وچ او نیمه وچ اقلیم لرونکې وي، تر هر څه په کې د اوبو مدیریت ډېر مهم دی.
دی وايي، دا چې د اوبو مدیریت بېلابېلې کړنلارې او په بېلابېلو کچو ترسره کېدای شي، نو اوسمهال د افغانستان حکومت ته دا په کار ده چې خپلې هغه زېرمې چې حیاتي ارزښت لري، مدیریت کړي.
هغه زیاته کړه، د اوبو مدیریت لپاره شرایط او ظروف ډېر اړین دي؛ ځکه که چېرې اقتصادي وضعیت ډېر ښه نه وي، په داسې شرایطو کې دې د اوبو مدیریت لپاره د غټو بندونو پر ځای وړو بندونو او چکډیمونو ته پاملرنه ډېره شي.
هغه زیاتوي، غټ بندونه غټې پانګونې ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې واړه بندونه که چېرې تخنیکي اړخ ته یې زیات پام وشي، عین کار کوي، خو سیاسي او اقتصادي ستونزې نه راولاړوي.
د ده په خبره، دا چې وزارتونه هوډمن دي چې د چکډیمونو په واسطه تر یو بریده اوبه مهار کړي، دا یو فوقالعاده مثبت کار دی، بې له شکه چې د سېلابونو په کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو په زېرمه کېدو کې د پام وړ رول لوبوي.
د هغه په وینا: «د چکډیمونو په جوړېدو سره به سېلابونه کنټرول شي، په پایله کې به یادې اوبه د کرنې لپاره کارول کېږي، د ځمکې لاندې اوبه به د کرنې لپاره نه را ایستل کېږي، له بل پلوه به همدا د چکډیمونو اوبه د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه کړي.»
عام خلک هم د چکډیمونو جوړول ډېر اغېزناک بولي خو ټینګار کوي چې په سم کیفیت دې جوړ شي.
د لوګر د مرکز پلعلم ښار یوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وویل، په هېواد کې د چکډیمونو په جوړېدو سره به کارېزونه بېرته فعال او د کرنې لپاره به هم د اړتیا وړ اوبه برابرې شي.
د کندهار د تختهپل ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدیار هم وایي، د چکډیمونو اغېزې او ګټې ډېرې زیاتې دي، خو باید په ښه کیفیت سره جوړ شي.
د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د تودوخې درجې لوړېدل، پرلهپسې وچکالي، په منځنۍ کچه د ځمکې لاندې اوبو ۱۱ متره ټیټېدل، غیرموسمي بارانونه او د سېلابونونو راوتل په افغانستان کې د خلکو بېځایه کېدو، مالدارۍ کمېدو او د زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې د له منځه تلو لامل ګرځېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP