ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی

پاکستان کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی

author avatar
19 Apr 2024 - 16:29
پاکستان کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی
author avatar
19 Apr 2024 - 16:29

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په مانسهره لینډي سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی خو هغوی ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنۍ وايي، نن سهار د کراچۍ ښار په مانسهره سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی خو د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د جیو نیوز د راپور له مخې، په دغه برید کې د هغوی موټرچلوونکی او یو امنیتي ساتونکی چې پاکستانیان دي، ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، برید دوو وسله‌والو موټرسایکل سپرو کړی چې یوه یې له پولیسو سره په نښته کې په ځان پسې تړل شوو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او بل یې د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

د برید مسوولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په یاد هېواد کې وسله‌وال بریدونه ډېر شوي دي.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.