ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد له بهرمېشتو افغانانو سره لیدنه کې: کومې ستونزې چې شتون لري، ډېر ژر به حل شي

مجاهد له بهرمېشتو افغانانو سره لیدنه کې: کومې ستونزې چې شتون لري، ډېر ژر به حل شي

author avatar
23 Apr 2024 - 09:49
مجاهد له بهرمېشتو افغانانو سره لیدنه کې: کومې ستونزې چې شتون لري، ډېر ژر به حل شي
author avatar
23 Apr 2024 - 09:49

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۳): د ملي دفاع او کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرانو له بهره راغلو افغانانو سره لیدنه کې د شته ستونزو د ژر هوارېدو ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د بيارغونې او پرمختګ چارو کې ونډه واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور اروپا کې له مېشتو یو شمېر علمي او فرهنګي افغان شخصیتونو سره کتلي دي.

سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې اروپا مېشتو علمي او فرهنګي افغان شخصیتونو په ټول هېواد کې د امنیت او ملي حاکمیت د ټینګښت، له اداري فساد او نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د ملي پروژو پلې کېدو، په ځانګړې توګه د کانونو سکټور برخو کې د اسلامي امارت پر کړنو او لاسته‌راوړنو خوښي څرګنده کړه.

خبرپاڼه کې راغلي، یادو شخصیتونه له هېواده بهر د افغان تخنيکي، علمي او فرهنګي ظرفيتونو د جلب او جذب لپاره د لا ډېرو فرصتونو او اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ویلي یې دي چې زيات شمېر هغه افغان علمي، فرهنګي شخصيتونه او پانګوال چې په بهر کې مېشت دي، لېوالتيا لري په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه او نورې اسانتیاوې ورته برابرې شي، څو بېرته هېواد ته راستانه شي او خدمت وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور هم ویلي: «الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، واحد حکومت رامنځته شوی، اداري فساد تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، د نشه‌یي توکو کښت او تولید له منځه وړل شوی او د هېواد په ټولو برخو کې خلک په خوندي او سوله‌ییز چاپېریال کې ژوند کوي.»

دلاور ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى، په بهر کې مېشت افغانان کولاى شي په پوره ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بيارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

دغه راز، د ملي دفاع وزارت هم لیکلي چې هېواد ته راغلو یادو افغانانو پرون د دغه وزارت له سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد سره هم کتلي دي.

سرچينې لیکلي: «زموږ دغو هېوادوالو او مېلمنو د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په کتنه کې د ښې حکومتولۍ برخه کې د يوه سوکاله او پرمختللي هېواد لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او هغه څه يې چې په دغه سفر کې له نږدې ولیدل، د هغوی خلاف یې د غربیانو تبلیغات پروپاګند وبلل او همدارنګه د هېواد په کچه د امنیت رامنځته کېدو، زیربنایي پروژو پیلېدو او نورو پروژو ته یې امیدواري وښوده.»

ملي دفاع وزارت لیکلي، مجاهد د دغو هېوادوالو «د احساساتي خبرو او وړاندیزونو» له اورېدو وروسته ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، کومې ستونزې او مشکلات چې شتون لري، ډېر ژر به حل شي.

هغه ویلي، هیڅ شی له امنیته بهتر نه و، نن ورځ هغه د خدای (ج) په کامل نصرت او د خلکو په قربانیو سره راغلی، شکرانه یې باید ادا شي او له دغه فرصته په ګټې اخيستنې باید د هېواد د پرمختګ لپاره کار وشي.

۱۲ بهرمېشتي افغان شخصیتونه تېره اونۍ کابل ته راغلي او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې لیدلي دي.

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلي پلاوي ویلي، په بشپړ مسوولیت او امانت‌دارۍ یې د هېوادوالو غوښتنې، هيلې او اندېښې د ا.ا تر چارواکو رسولې او په راتلونکو کتنو کې به هم خپل ملي او اسلامي مسوولیت ترسره کړي.

هغوی وایي، د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو موخه یې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانیستل، په هېواد کې د یوه ټول‌منلي نظام او مسلکي حکومت رامنځته کېدل او د هېوادوالو اقتصادي ستونزو او د افغان کډوالو کړاوونو ته رسېدنه ده.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.