Pajhwok Afghan News

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره ګډه‌ خونه رامنځته کوي

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د افغانستان په مختلفو برخو کې د کار کولو ژمنه کړې او ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو لپاره یوه ګډه‌خونه رامنځته کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له خوا پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپانه کې ویلي چې ملا برادر نن د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له قوله لیکلي: «واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د دې فرصت رامنځته شو چې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پياوړې شي.»

سرچینې زیاته کړې چې ملا برادر په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شوو ګروپونو څخه د اسلامي امارت ایستل چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و، مهم او اساسي ګامونه یاد کړي دي.

‎ملا عبدالغني برادر په یاده لیدنه کې د هېواد د کرنې، روغتیا، زېربنا او یو شمېر نورو برخو کې له قزاقستان د همکاریو او ګډ کار غوښتنه کړې ده.

دغه راز، په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه‌لیک پر لاسلیک، د افغان – قزاق ګډو کمپنیو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین وویل چې دوی د باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره له اسلامي امارت سره یوځای کار کوي.

د سرچینې په خبره، د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال په یاده لیدنه کې زیاته کړه، که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي چې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سوېلي اسیا او افغانستان د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي.

هغه وايي: «د قزاقستان حکومت په نظر کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د تجارت او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي.»

دغه راز خبرپاڼه کاږي، د ژومانګارین په خبره، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پر پانګونې سربېره له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټور برخو کې هم همکاري وکړي.

Views: 64

Exit mobile version