ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي

کاناډا غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي

author avatar
28 Apr 2024 - 13:57
کاناډا غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي
author avatar
28 Apr 2024 - 13:57

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): کاناډایي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.

ګلوبل نیوز راپور ورکړی چې د کاناډا پارلمان کې د ګوندونو استازو یوې کمېټې د دغه هېواد له حکومته غوښتي څو له افغانستان سره بشري مرستې بېرته پیل کړي.

په دغه راپور کې راغلي چې اوتاوا غواړي د مرستو یاده لړۍ د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې پیل کړي او هڅه کوي د روان کال تر پایه د دې لړۍ پلې کېدو لپاره چمتو شي.

له دې مخکې مرستندویه بنسټونو هم د کاناډا پارلمان ته ویلي وو چې افغانستان د خوراکي توکو او روغتیایي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او له دغه هېواد سره د مرستو د دوام په موخه یې د یوې لارې موندلو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، په افغانستان د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو کاناډا خپلې مرستې پر کابل بندې کړې او ان کاناډایي مرستندویه بنسټونو هم د قانوني محدویتونو له امله نه ‌شو کولای له افغانستان سره مرسته وکړي.

ورته مهال، ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویلي وو چې په دغه هېواد کې له ۲۳ میلیون ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.