کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت نوي صادراتي قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د مرکزي اسیا ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له قوله راپور ورکړی چې دا قراردادونه تاشکند ته د افغان سوداګرو پلاو درې ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په پلازمېنه کې لاسلیک شوي دي.
سرچینې ویلي چې یاد دواړه هېوادونه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د یوې سوداګریزې شورا جوړولو په حال کې دي چې هغه کې به ۱۸ افغان شرکتونه غړیتوب ولري.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د وارداتو بازار ارزښت اووه میلیارد ډالرو ته رسېږي.
دې ورځپاڼې دغهراز زیاته کړه، د افغانستان د واردکوونکو تقاضا ډېری کرنیزو محصولاتو، پروسس شوي غذایي توکو، منسوجاتو، چرم، برېښنایي او د ودانیو جوړولو توکي دي.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ خونې نظر له ځان سره ولري خو تر دمګړۍ په دې کار نه دی توانېدلې.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن