پلخمري (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د لیسې دورې زدهکوونکو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د بغلان د پوهنې ریاست د بدني روزنې امر نجیبالله سخيزاده د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو موخه د زدهکوونکو بدني پیاوړتیا او ورزش ته هڅونه ده چې باید هر زدهکوونکی د زدهکړو ترڅنګ بدني روزنه هم ومومي.
دی وایي چې دغه سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ چې د بېلابېلو ښوونځیو لوبډلې دي، ترسره کېږي.
د حضرت زید لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکی حسین وایي، پوهنې ریاست له لوري د فوټسال سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دی او غوښتنه کوي چې دغه لړۍ دې دوام پيدا کړي.
د هغه په خبره، ټول لوبغاړي په تېره بیا زدهکوونکي تر نورو ډېر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت باید د لوبغاړو اقتصادي ملاتړ وکړي څو ځوانان په ډاډه زړه لوبې وکړي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن