ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ازبک چارواکو د بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې

افغان او ازبک چارواکو د بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې

author avatar
12 May 2024 - 16:53
افغان او ازبک چارواکو د بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې
author avatar
12 May 2024 - 16:53

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): افغان او ازبک چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمه‌ییز اتصال، ترانزیټي پروژو، سوداګرۍ او ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر الهام محکموف، د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف او مل پلاوي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو، سیمه‌ییز اتصال، ترانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان د ترانزیټي رول او اهمیت په اړه خبرې اترې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ازبکستان له ملاتړي رول څخه مننه وکړه او د دې هڅو پر داوم او پراختیا یې ټینګار وکړ.

متقي وايي، افغانستان وروسته له اوږدې مودې د امن او ثبات مسیر ته راګرځېدلی او دا د ازبکستان، نورو ګاونډیو او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی چې له موقع استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصادمحوره سیمه‌ییز اتصال پالیسي چې نه یوازې د افغانستان، بلکې ټولو ګاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زېری ولري، ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق لپاره موجوده هڅې نورې هم چټکې کړي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ګرم استقبال او د دغه سفر زمینه‌سازۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ځل له یو پیاوړي تخنیکي ټیم سره چې له خصوصي سکټور سربېره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې ملتیا کوي، کابل ته راغلی او غواړي افغانانو ته ښه زېری ولري.

دی وايي: «د ازبکستان ولسمشر او رهبري افغانستان ته جدي توجه لري او غواړم د رهبري په استازيتوب تاسې ته ډاډ درکړم چې موږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ترانزیټي مرکز بدل شي.»

هغه زیاته کړه، د افغان – ټرانس پروژې عملي پیل او امکان‌سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اونۍ کې یې په تعقیب بل پلاوی سره له تجهیزاتو افغانستان ته راځي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او له نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پیل کړي.

هغه زیاتوي: «د دې ترڅنګ یو بل ټیم د جیولوجي او معدن برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له چارواکو سره مجالس ولري چې د نفت او ګازو اکتشاف او استخراج او همدا راز نورې هغه برخې چې اسلامي امارت اړونده اداراې یې را په ګوته کړي؛ موږ عملي کار ته چمتو یو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کولو ته چمتو دي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانسپورټي او ترانزیټي خدمات نور هم وده وکړي او ترانسپورټي او ترانزیټي تعرفې به ټیټه شي.

په دې لیدنه کې متقي د ازبکستان له نېکې ارادې او د اقتصادي سیاسي اړیکو پیاوړتیا برخه کې د دغه هېواد د ولسمشر او ټول ټیم د جدیت له امله مننه وکړه او ویې ویل چې افغان سوداګرو او د ترانسپورټي برخې کارکوونکو ته د ویزو د ورکړې تسهیل یو ښه پرمختګ دی او زیاته یې کړه چې په کار ده دا لړۍ روغتیایي او تعلیمي برخو او بالاخره عامو افغانانو لپاره د سیاحت ویزو برخې ته هم وغځېږي.

د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف د وروستیو سېلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیانونو له امله د تسلیت مراتبو په وړاندې کولو سره وویل: «موږ د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په صفت دغه برخه کې چې هر ډول مرسته وکولای شو، د افغانانو او اسلامي امارت لاسنیوي ته چمتو یو.»

نوموړي وویل چې ازبکستان د اسلامي امارت دا غږ بدرګه کوي چې افغانستان، ازبکستان او نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید اقتصادي رفاه ته د رسېدو په موخه اقتصادي موضوعات د سیاسي موضوعاتو قرباني نه کړي.

همداراز یې د ویزو برخه کې وویل چې افغان موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزو وېش پیل شوی او اوس پر دې کار کوي چې افغانانو ته د تعلیمي، روغتیایي او بالاخره سیاحتي ویزو د وېش لړۍ هم پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې له افغانستانه د څه باندې یو میلیون ټن ډبرو سکرو اخیستو لپاره یې نږدې راتلونکي کې تخنیکي ټیم کابل ته راتلونکی دی او په مزارشریف کې د امام البخاري مدرسې ساختماني چارو پیلېدو لپاره به هم انجنیران ډېر ژر افغانستان ته راشي.

نوموړی وایي چې ازبکستان چمتو دی څو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په ګډه د تاریخي ابدو او زیارتونو په تعمیر او ترمیم کې په ګډه کار وکړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.