مزارشریف – جلالاباد (پژواک، ۲۴ غويي ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مقام د بغلان له سېلابځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه، دغه راز په ننګرهار کې بیا له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه خېمه ودرول شوه.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د بلخ والي محمدیوسف وفا په خاص هدایت د بغلان له سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه د خوراکي او غیرخوراکي توکو نهه موټریز کاروان دغه ولایت ته واستول شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه مرستې به د بغلان پر هغو سیلابځپلو کورنیو ووېشل شي چې په تېرو ورځو کې ورته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
دغه راز، د بلخ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي بشیراحمد بشراني وویل چې په دغو مرستو کې ۴۰۰ بورۍ اوړه، ۴۰۰ بورۍ وریجې، پخه غوښه، ۱۳۴ کارتنه غوړي او همدارنګه په غیرخوراکي توکو کې خېمې، کمپلې، د اشپزخانې وسایل، جامې، بوټونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادريس په مشرۍ د بغلان ولایت له سېلابځپلو سره د مرستې راټولونې په موخه یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.
همدارنګه د بلخ والي، مرستیال والي، امنیه قوماندان، د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو ريیسانو او یو شمېر نورو مسوولینو خپله یوه میاشتنۍ تنخوا د بغلان له سېلابځپلو سره د مرستې په موخه اعلان کړې ده.
د یو بل خبر له مخې، ننګرهار کې د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو سېلابځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه خېمه ودرول شوه.
د یادې مرستې ټولولو کمپاین مشر او د ننګرهار د ځوانانو چارو امر قاري محمداصف زهیر وويل، دوی دا خېمه يوازې د يو ادرس په توګه لګولې چې خلک خپلې مرستې دغه ځای ته راوړي او بيا یې اړمنو سېلابځپلو خلکو ته ورسوي.
د هغه په وینا، یاده لړۍ به دوه ورځې په جلالاباد او یوه یوه ورځ په شینوارو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د مبارزو ځوانانو له لوري پر مخ وړل کېږي چې او راټولېدونکې مرسته به په رڼه توګه اړمنو ته ورسول شي.
د ځوانانو چارو امر پر ټولو ننګرهاریانو غږ وکړ چې له خپلو سېلابځپلو هېوادوالو سره د وس مطابق مرسته وکړي.
ورته مهال، څو تنو هېوادوالو هم د مرستو ټولولو پر مهال دا چاره ګټوره ياده کړه.
یوه مرستهکوونکي نبيالله پژواک ته وویل چې دا ډول کړنې د هېوادوالو ترمنځ ورورولي او اتحاد رامنځته کوي او په نورو ولايتونو کې هم بايد خلک ورته ګام واخلي.
دغه راز، سيداحمد چې په لاسي کراچۍ کې سبزي خرڅوي او له خېمې سره یې د خپل توان په اندازه مرسته وکړه، وویل، د ده دا مرسته به د چا درد دوا نه کړي خو لږ تر لږه د بغلان او نورو ولايتونو له سېلابځپلو سره د غمشريکۍ او غمرازۍ يوه بېلګه ده.
د يادولو ده، څو ورځې مخکې په بغلان کې شديد سېلاب راغی چې له امله يې تر اوسه د ۳۱۵ کسانو د مړينې او ۱۶۳۰ تنو ټپي کېدو خبرونه خپاره شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP