Pajhwok Afghan News

«اسلامي امت دې د فلسطین له خلکو قاطع ملاتړ اعلان کړي»

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست په ترکیه کې د علماوو مشورتي غونډې ته په وینا کې له اسلامي نړۍ غوښتي چې فلسطین کې د جنایتونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره او له فلسطینانو قاطع ملاتړ اعلان کړي.

د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي دوه ورځنۍ غونډه چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست هم ګډون په کې کړی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست شيخ‌الحدیث نورمحمد ثاقب یادې غونډې ته په خپله وینا کې له ترکیې مننه وکړه چې په دغه حساس وخت کې یې د اسلامي امت پر وړاندې د شته ننګونو حل‌ ته د لارو چارو پیدا کولو په موخه مشورتي کنفرانس رابللی دی.

هغه ویلي چې اسلامي امت اوس له بېلابېلو فکري، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی او له دغو ناورینونو د وتلو لپاره د اسلامي نړۍ ګډو او جدي هڅو ته اړتیا ده.

ثاقب زیاته کړې: «نن د فلسطین مظلوم خلک په وحشيانه ډول تر برید لاندې راغلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه خلک هره ورځ په شهادت رسېږي، اوس په اسلامي امت پورې اړه لري چې په یو اتفاق سره د دغو جنایتونو پر وړاندې مخالفت وکړي او د فلسطین له خلکو خپل قاطع ملاتړ اعلان کړي.»

د نوموړي په وینا، د افغانستان خلک او حکومت د غزې او فلسطین پر حالت سخت دردمند دي؛ ځکه د ننني فلسطین په څېر په افغانستان کې هم نیمه پېړۍ د شورویانو او امریکایانو د اشغال پر مهال ډېر ظلمونه او جنایتونه ترسره شول.

ثاقب دغه راز ویلي چې اسلامي امارت د خپل هېواد اقتصاد ودې او خلکو ته د کارموندنې لپاره پراخې هڅې پیل کړې او ګڼې ګټورې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د نړۍ، په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او متقابلي اړیکې غواړي.

Views: 43

Exit mobile version