لښکرګاه (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، هڅه کوي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خبریالانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد نن د دغه ریاست له خوا د خبریالانو ستاینې په موخه جوړه شوې غونډې ته وویل، له خبریالانو سره به یې همکاري دوام ولري او هڅه کوي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لا ډېره اسانتیا رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د خپل وس مطابق له خبریالانو او رسنیو سره همکاري مخکې کړې او لا هم هڅه کوو خبریالانو ته د اطلاعاتو په ورکولو او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړو، څو د دوی کارونه لا چټک شي.»
د راشد په خبره: «د خبریالانو د ستاینې دا غونډه مو ځکه جوړه کړې چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې دغو خبریالانو په ښه ډول خبرونه او د ولسونو ستونزې تر مسوولینو پورې رسولې او ښه خدمت یې کړی دی.»
دغه راز خبریالانو وايي چې په دغه ولایت کې یې د کارونو پر وړاندې خنډ نشته او اوس په اسانه کولی شي د خلکو ستونزې تر مسوولینو ورسوي.
هلمند کې د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر وحیدالله وحدت وویل، د پخوا په پرتله اوس په دغه ولایت کې پر خبریالانو یو ډول بندیز هم نشته، کولی شي ولسوالیو ته سفرونه وکړي او د خلکو ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړي.
د یادونې ده، په یاده غونډه کې د نورو خبریالانو ترڅنګ د پژواک خبري اژانس د سیمهییز خبریال رضوانالله بلال کړنې هم وستایل شوې او ستاینلیک ورکړل شو.
Views: 20