جلال اباد (پژواک، ۲۹ غویي ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلالاباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د ۲۵ سياحتي شرکتونو دفترونه تړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر عيدمحمد حنفي د غويي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه رياست او اړوندو نورو ادارو د ګډ کمیسیون لخوا جلالاباد ښار کې د سياحتي شرکتونو د اسنادو ارزونې لړۍ پیل شوې ده.
دی وايي، د پلټنو پایله کې یې نن ۲۵ هغه شرکتونه مهرلاک کړل چې قانوني اسناد یې نه درلودل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغو شرکتونو له خلکو په يوه او بل نوم په غيرقانوني ډول پيسې اخيستې.
د ګرځندوی آمر دا هم وويل، ياد شرکتونه به د جوازونو تر اخيستو وروسته بېرته پرانیستل شي.
د حنفي په وينا، ياده پروسه به تر هغه دوام کوي چې د سياحتي، توريستي او انلاين خدماتو ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.
د يادولو ده، له څو ورځو راهيسې چې ياد کمېسيون په فعاليت پيل کړی تر دې دمه يې يوازې په جلالآباد ښار کې نږدې ۸۰ شرکتونه چې قانوني اسناد يې نه درلودل تړلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP