ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د قطر د غونډې په اړه د ا.ا او قطري لوري څرګندونې

 د قطر د غونډې په اړه د ا.ا او قطري لوري څرګندونې

author avatar
23 May 2024 - 17:36
 د قطر د غونډې په اړه د ا.ا او قطري لوري څرګندونې
author avatar
23 May 2024 - 17:36

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنو کې ویلي چې د اسلامي امارت د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه معلومې پایلې ولري خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې په غونډه کې د ګډون لپاره باید د ا.ا شرطونه ومنل شي.

د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي، اقتصادي او اداري مرستیالانو نن په کابل کې په بهرنیو چارو کې د قطر دولت له وزیر محمد عبدالعزیز الخلیفي سره جلا جلا کتلي او د بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد عبدالعزیز الخلیفي او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر په دغه لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او په وینا یې دغه هېواد غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغولو او پیاوړي کولو کې مثبت رول ولري.

هغه وايي، په قطر کې د ملګرو ملتونو له خوا په را روانه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون اغېزناک دی او هیله ده چې دغه غونډه به ښې پایلې ولري.

محمد عبدالعزیز الخلیفي زیاته کړې، قطر په دې اند دی، هره هغه غونډه چې د افغانستان په اړه کېږي د اسلامي امارت له حضور پرته پایله نه لري او په خبره یې قطر تل د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره له دغه هېواد سره ولاړ دی.

هغه زیاتوي، قطر په افغانستان کې د افغانانو د لومړیتوبونو پراساس خپلو بشري مرستو او پرمختیایي پروژو ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه کاږي، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال دغه لیدنه کې وویل: «هیله ده چې ستاسې راتګ د افغانستان او قطر د اړیکو د لا ښه والي سبب وګرځي.»

نوموړي له افغانستان سره د قطر بشري مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

هغه غوښتنه وکړه چې قطر او نور هېوادونه دې د افغانستان د بنسټونو په رغولو، لویو لارو او نورو سترو پروژو کې مرسته او پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال دغه‌راز وویل، دا چې ملګري ملتونه د قطر په کوربه‌توب د افغانستان په اړه غونډې جوړوي په دې مانا ده چې قطر او ملګرو ملتونو افغانستان نه دی هېر کړی او اوس هم ورته ارزښت لري.

دی وايي، که د اسلامي امارت شرطونه پوره کړل شي د قطر په راتلونکې غونډه کې به اغېزناک ګډون وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت غوښتنې له نظره ونه غورځوي او هیله یې وښوده چې د دوحې ناسته د اسلامي امارت او نړۍ د تعامل لپاره یو فرصت وګرځي.

هغه زیاته کړه، د یوناما په شتون کې د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نشته، اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې، له عفوې په استفادې سلګونه پخواني چارواکي، سیاسي او امنیتي مسوولین چې وزیران، واليان، د ولسي جرګې غړي او د دولت نور اراکین په کې شامل دي په افغانستان کې امن او ارامه ژوند لري.

د یو بل خبر له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي، دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې.

الخلیفي دغه لیدنه کې ویلي، دوی به خپل پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او په همدې موخه به په نږدې راتلونکي کې د قطر هېواد پانګوال کابل ته راشي.

نوموړی وايي، دوی د قطر له نړۍوالو هوايي شرکتونو سره له نږدې کار کوي څو د یو منظم مېکانېزم له مخې خپلې الوتنې افغانستان ته پيل او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي.

هغه په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه ده چې د اسلامي امارت د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه یوې معلومې پایلې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له استازي پرته دا ډول غونډې بې پایلې دي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ واضح کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دغه لیدنه کې وویل، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې بې‌شمېره فرصتونه شته او قطري پانګوال کولای شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ده دغه‌راز زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او د همدغه سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوی دی.

ملا برادر ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړۍوالې جوړېدونکې غونډې کومې پایلې ته نه شي رسېدلی، نو په کار ده چې په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي.

دغه‌زار د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم له یاد  قطري پلاوي سره لیدلي دي.

له ارګ څخه په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد عبدالعزیز الخلیفي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ویې ويل، هڅه کوي د دواړو مسلمانو هېوادونو ترمنځ موجوده ښې او دوستانه اړیکې تر پخوا  لا ډېرې پياوړي شي.

سرچینه زیاتوي، د رياست الوزراء اداري مرستيال له قطره وغوښتل څو د افغان ځوانانو ښوونې او روزنې او هغوی ته د تحصيلي بورسونو برابرولو برخه کې همکاري وکړي.

حنفي د نړۍ له هېوادونو په ځانګړي توګه له قطره وغوښتل څو په افغانستان کې د کانونو استخراج، روغتيا، انرژۍ او ترانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په لسمه او ویولسمه جوړېږي او اسلامي امارت هم څرګنده کړې چې دې ناستې ته وربلل شوي او په دې غونډه کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیول شي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.