ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌‌برخې کړي

بغلان کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌‌برخې کړي

author avatar
27 May 2024 - 15:53
بغلان کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌‌برخې کړي
author avatar
27 May 2024 - 15:53

پلخمري (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د بې‌وزلۍ له امله یې کار کولو ته مخه کړې چې اوس له زده‌کړو پاتې دي.

هغوی وايي، د بې‌وزلۍ امله اړ دي چې په ښار کې بېلابېلو درنو کارونو ته مخه کړي خو زیاتوي چې له زده‌کړو پاتې او راتلونکې ته هیڅ هیله‌مندي نه‌لري.

لس کلن صفت‌الله چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پلخمري ښار کې کباړ ټولوي، وایي: «زه هر سهار وختي له پلار سره مې یو ځای ښار ته راځم، کباړ ټولوم، پلار ته مې کله کار پیدا شي کله نه، خو زه یوازې د وچې ډوډۍ پیسې پیدا کولی شم.»

هغه وايي، د ښوونځي په لومړي ټولګي کې دی خو د پلار د اوزګارۍ او بې‌وزلۍ له امله اړ دی چې د ښوونځي پر ځای ښار ته په کباړ ټولولو پسې لاړ شي.

یو بل ۱۵ کلن ماشوم فرشید چې پلخمري ښار کې د فلزکارۍ په یوه کارخونه کې کار کوي، وايي، د اووم ټولګي زده‌کوونکی دی خو ښوونځي ته ځکه هره ورځ نشي تللی چې اړ دی کار وکړي او پیسې وګټي.

هغه وايي، ښوونځی لوستل او لوړې زده‌کړې کول یې ارمان دی، خو د بې‌وزلۍ او بې‌سرپرستۍ له امله اړ دی چې کار وکړي.

د ښار په یوه بله څنډه کې ۱۶ کلن صداقت هم ورته کیسه لري.

هغه وايي، ده او پلار ته یې د نهه کسیزې کورنۍ مسوولیت ور په غاړه دی؛ ځکه ښوونځی ورڅخه پاتې او کار کولو ته یې مخه کړې ده.

نوموړی له سهاره تر ماښامه له خپل پلار سره یو ځای په ښار کې د خلکو توکي له یوې سیمې بلې ته لېږدوي.

دغه ماشومان، له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي، څو له کار کولو خلاص او خپلې زده‌کړې ترسره کړي.

ورته مهال د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم د کارګرو ماشومانو ستونزې منې او زیاتوي، په همدې موخه یې یوه طرحه چمتو کړې چې له منظور کېدو وروسته به پلې شي.

د یاد ریاست رییس قاري نصرت‌الله پارسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د تېر کال سروې پر اساس، دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

هغه وویل، د یادو ماشومانو د مالي ملاتړ او ښوونځيو کې د شاملېدو په موخه یې طرحه جوړه کړې چې په پلې کېدو سره به یې دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم شي.

نوموړي دغه راز وویل، تېر کال یې ۵۰ کارګرو ماشومانو ته ټولګي جوړ کړي وو چې د یوې موسسې له لوري یې یوازې د شپږو میاشتو لپاره مالي ملاتړ وشو، خو اوس هڅه کوي، یاد ټولګي بیا فعال او له زده‌کړو محروم ماشومان په‌کې وروزي.

Views: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.