ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ‌ښار کې اورلګېدنې مالي زیان اړولی

مزارشریف ‌ښار کې اورلګېدنې مالي زیان اړولی

author avatar
27 May 2024 - 17:17
مزارشریف ‌ښار کې اورلګېدنې مالي زیان اړولی
author avatar
27 May 2024 - 17:17

مزارشریف (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله مالي زیان اوښتی دی.

مسوولين وايي، اوسمهال اور مهار شوی او د شاوخوا ۷۵۰ زره افغانیو د زيان مخه يې نيولې ده.

د بلخ امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې نن غرمه د بلخ مرکز مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په فقیراباد سیمه کې د تېلو یوه پلورنځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه اورلګېدنه د امنیې قوماندانۍ د اطفایې مدیریت مسلکي پرسونل له لوري مهار شوې خو د یادې هټۍ مالک ته د شاوخوا ۲۰۰ زره افغانیو مالي زیان رسېدلی دی.

د خبرپاڼې معلوماتې له مخې، د ۷۵۰ زره افغانیو په ارزښت جنس او شاوخوا هټیو ته د زیان رسېدو مخنیوی شوی.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.