ایبک (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): ځایي مسوولین وایي چې په سمنګان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې پر څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین په ترڅ کې څو په عملیاتو کې د دغه ولایت د درهصوف پایان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۳۳۷ جریب کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي ډي.
رحماني زیاته کړه چې د سمنګان د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې پرسونل د ولسوالیو د نشهیي توکو د کشف له امریت سره په همغږۍ ځینو کلیو کې د کوکنارو د له منځه وړلو په موخه څو عملیات ترسره کړي دي.
نوموړي وویل چې د کوکنارو د له منځه وړلو لړۍ روانه ده.
دغهراز، د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ نقیبالله علمیار پژواک ته وویل، درې میاشتې مخکې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی و چې نن دغه ولایت کې پای ته ورسېد.
د هغه په خبره، سرپل کې له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د ۹۰ عملیاتو پایله کې ۷۰ جریب کوکنار اړول شوي، ۸۸ روږدي راټول شوي او د نشهیي توکو ۲۵ پلورونکي نیول شوي دي.
دغهراز، د پنجشېر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت په عنابې ولسوالۍ کې پر دوه جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب پژواک ته وویل چې پر دې اندازې ځمکې کرل شوي کوکنار تېره ورځ له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو له منځه وړي دي.
سرچینې زیاته کړه: «پولیس د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، پنجشېر کې د نشهیي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي برخه کې په جدي ډول هڅه کوي.»
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې دوی ته د رسېدلو راپورونو له مخې، دغه ولایت کې د نشهیي توکو کښت او قاچاق صفر شوی دی.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن