کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): فېروزکوه انسټيټیوټ د څه باندې ۷۲۲ زره افغانیو په لګښت جوړ شوي اویا قلمه فرهنګي اثار د افغانستان علومو اکاډمي ته ډالۍ کړل او نن په دې اکاډمي کې نندارې ته وړاندې شول.
دغه اثار د افغانستان علومو اکاډمي د اتنوګرافي په څېړنیز موزیم کې د «فېروزکوه انسټيټيوټ دايمي نندارتون» تر نوم لاندې – چې تازه پرانیستل شو – نندارې ته وړاندې شول.
د ياد نندارتون پرانيستغونډې مراسمو کې د علومو اکاډمي د کوشانیانو څېړنيز مرکز مشر څېړنوال کتابخان فیضي وویل په دغو اثارو کې خطي، د زيوراتو او يو شمېر نور فرهنګي اثار شامل دي.
دی وایي چې دغه اثار د فېروزکوه انسټيټیوټ خپل توليدات دي.
فیضي وايي: «دا نوي اثار دي، پر يادو اثارو څه باندې ۷۲۲ زره افغانۍ لګښت راغلی؛ دا ډېر مهم اثار دي، دغه اثار زموږ د بېلابېلو قومونو او پرګنو استازيتوب کوي، نندارچيان او يا سياحان کولای شي د همدغو اثارو له مخې افغانستان وپېژني.»
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبيعي علومو څانګې مشر شيخالحدیث اميرجان ثاقب د دې او نورو تاريخي اثارو د ساتنې په اړه وویل: «اينده نسلونو ته د تېرو قومونو، د تېرو اسلافو ژوند او د هغوی پاتېشوني دلته ساتو، څو له دغو شيانو د اسلافو هغه ژوند او زندهګي او د هغوی انځور راوباسو.»
د فېروزکوه انسټيټیوټ مشر احمدجاوېد پويا وویل چې د علومو په اکاډمي کې د دغه نندارتون پرانيستلو موخه دا ده چې دغه فرهنګي اثار تر ډېرو کسانو ورسېږي؛ ځکه چې دلته ډېر کسان مراجعه کوي.
هغه زیاتوي: «بله دا چې که د فرهنګي ادارو له لارې زموږ هنرمندان معرفي نه شي، همداسې ګمنامه پاتې کېږي او دا کار د دې لامل کېږي چې د اثارو جوړېدو انګېزې یې له منځه ولاړې شي.»
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن