ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابله یو پلاوی د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ته تللی

29 May 2024 - 13:32
29 May 2024 - 13:32

فیروزکوه (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د وروستیو سېلابونو له امله د غور جام منار زیانمنېدو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د غور ځایي مسوولینو وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو ساتنې او ترمیم د رییس په مشرۍ یو پلاوی د یاد منار د وضعیت ارزونې په موخه غور ته ورغلی دی.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غبرګولي په درېیمه ویلي چې وروستیو سېلابونو د مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ د جام منار هم زیانمن کړی دی.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي محمدحماس وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس انجنیر محمدحسیب نسیمي د یوه پلاوي په مشرۍ تېره ورځ دغه ولایت ته رارسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «دغه پلاوی د دغه تاریخي منار د وضعیت ارزونې، تحلیل او راتلونکي کې د هغه د لا خوندیتوب، دغه‌راز د منار شاوخوا سیمه کې د وروستیو سېلابونو رسوباتو پاکولو په موخه د غور مرکز فیروزکوه ته راغلی دی.»

هغه وویل، ټاکل شوې راغلی پلاوی د جام منار سیمې ته ولاړ شي او د هغه اروزنه او د تحکیماتو په اړه به یې اقدام وکړي.

د یادونې ده، د سېلابونو له راتلو مخکې د دغه ولایت اوسېدونکو د دغه منار ځينو برخو ته د زیان اوښتو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغه د ترمیم غوښتنه یې کړې وه.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version