ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: خوراکي توکي په ځانګړې توګه ګرم خواړه باید پلاستیکي کڅوړو کې ونه لېږدول شي

29 May 2024 - 21:04
29 May 2024 - 21:04

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): کارپوهان د پلاستیکي کڅوړو کارول روغتیا، چاپېریال او کرنې لپاره مضر بولي او وايي، کارول یې نورو هېوادونو کې محدوده شوي، افغانستان کې هم باید محدود شي او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي څو د هغو پر ځای له تکه‌یي یا کاغذي کڅوړو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د هر ډول پلاستیکي کڅوړو پر واردولو بندیز لګولی او د مسوولینو په خبره، اوسمهال یې واردات بند دي خو په هېواد کې دننه تولیدېږي.

د طب پوهان: د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د ګرمو خوړو لېږد لپاره له پلاستیکي کڅوړو کار مه اخلئ

کابل ښار کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر مجتبی صوفي وویل، د پلاستیکي کڅوړو په جوړولو کې له څلور ډوله کیمیاوي موادو کار اخیستل کېږي او که د خوړو، په ځانګړې توګه د ګرمې ډوډۍ لېږد لپاره ترې کار واخیستل شي، اوږدمهال کې د بېلابېلو ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېږي.

د هغه په خبره، له دغو کڅوړو څخه استفاده د مرکزي عصب په سیسټم کې د اختلال، د بدن د دفاعي سیسټم کمزورتیا، د سر درد او ان سرطان لامل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه: «پلاستیک کې د ګرمو خوړو د انتقال پر مهال شاید پلاسیتک بیسټ‌فینول ای او فتلیت کیمیاوي مواد ازاد کړي او څنګه مې چې یادونه وکړه، دا مواد کاروونکو ته خطر رامنځته کولای شي، افغانستان کې د سرطان پېښې بیخي ډېرې شوې او شاید یو لامل یې د ګرمو خوړو د لېږد لپاره د پلاستیکي کڅوړو کارول وي.»

هغه زیاته کړه، پلاستیکي تورې کڅوړې له کثافاتو راټولو شوو موادو څخه جوړېږي او تورې پلاستیکي کڅوړې تر ټولو خطرناکې دي چې یو ډول بوی هم لري.

نوموړي د پلاستیکي کڅوړو د کارونې پر محدودیت او پر نه کارونې د ټینګار ترڅنګ وویل چې باید د چای او خوړلو لپاره له پلاستیکي لوښو څخه کار وانه خیستل شي.

هغه د پلاستیکو د زیان په اړه د عامه‌پوهاوي کچې پر لوړلو ټینګار وکړ او ویې ویل: «دا د دولت دنده ده چې خلکو ته پوهاوی ورکړي او د وخت په تېرېدو د پلاستیکي کڅوړو او لوښو کارونه محدوده کړي او په لومړي قدم کې یې نانوایان کارول بند کړي او په د وخت به تېرېدو یې نورو برخو کې هم کارول بند شي.»

نوموړي وړاندیز وکړ چې سوداګر دې وهڅول شي څو د پلاستیکي کڅوړو تولید پر ځای تکه‌یي او کاغذي کڅوړې تولید کړي.

دغه راز، د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو عمومي موظف متخصص ډاکټر سیدفریدشاه هم ورته نظریې لري.

هغه وویل: «له پلاستکي کڅوړو څخه استفاده کېدای شي هغه مهال زیان ورسوي چې هغو کې ګرم خواړه انتقال شي، لکه ګرمه ډوډۍ یا هغه توکې چې په خپل ترکیب کې اسید یا قلوي ولري، لکه سرکه او اچار په دې صورت کې د پلاستیکو ذرات له خوراکي توکو سره یو ځای کېږي، کله چې د پلاستیک ذرات وجود ته داخل شي، د انسان روغتیا ته ضرر رسوي.»

هغه هم سپارښتنه وکړه: «تر یوه بریده دې هڅه وشي چې خوراکي توکو په ځانګړي دول د ګرمې ډوډۍ لپاره له پلاستیکي کڅوړو استفاده ونه شي، د هغه پر ځای دې له کاغذي او یا هم له تکه‌يي کڅوړو استفاده وشي.»

هغه هم د پلاستیکي کڅوړو کارولو د زیان په اړه د خلکو د پوهاوي کچې پر لوړولو ټینګار وکړ، ویې ویل، څو چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه نه شي، ممکنه نه ده چې له هغو څخه استفاده له منځه لاړه شي.

د هغه په خبره، د پلاستیکي کڅوړو پر ځای ښه بدیل د کاغذي او تکه‌يي کڅوړې دي او باید خصوصي سکټور وهڅول شي څو د هغو پر تولید اقدام وکړي.

دغه‌راز د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د انکولوژۍ د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر احمدجاوېد زرنګ وایي، د پلاستیکي کڅوړو په جوړولو کې کیمیاوي توکي چې یو یې «بیس‌فینول اې»‌ دي، استفاده کیږي، که له خوراکي توکو سره یو ځای شي، د روغتیایي ستونزو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه، له پلاستیکي کڅوړو او ان د خوړو لپاره د ډېرې موده لپاره له پلاستیکي لوښو استفاده د بېلابېلو ناروغیو لکه تنفسي، قلبي او ان د سرطان لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «په ډېرو هېوادونو کې له پلاستیکي کڅوړو استفاده ممنوع شوې، یوازې د دې لپاره نه چې د بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدو لامل کېږي؛ ځکه چې د هغه پاتې‌شونې له منځه نه ځي او د هغه له منځه وړل ډېر سخت دي، ډېری دغه پلاستیکي کڅوړې له پولي ایتلین مالیکولونو څخه جوړېږي، یعني دا کولی شي چې په یوه چاپېریال کې سلګونه او میلیونونه کلونه له تغییر پرته پاتې شي، تقریباً په ټوله نړۍ کې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له کاغذي او تکه‌یي کڅوړو څخه استفاده کېږي څو د هغه پاتې شونې په اسانۍ له منځه لاړ شي او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی شي.»

نوموړي هم د پلاستیکي کڅوړو زیانونو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو او له هغو پر کمې استفادې ټينکار وکړ او ویې ویل چې د پلاسیتکي کڅوړو ښه بدیل تکه‌یي او کاغذي کڅوړې دي.

هغه زیاته کړه: «همدا کارخونې چې پلاستیکي کڅوړې تولیدوي، کولی شي چې تکه‌یي او کاغذي کڅوړې هم تولید کړي څو د هغو اقتصاد ته هم زیان ونه رسېږي او هم د خلکو اقتصاد ته زیان ونه رسېږي او هم د چاپېریال له ککړتیا او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.»

«پلاستیکي کڅوړې، د اوبو او خاورې کیفیت هم خرابوي»

د کرنې برخې پوهان هم پر دې باور دي، کوم ځای کې چې پلاستیکي خځلې اچول کېږي او یا خښېږي، د خاورې د ککړتیا لامل هم ګرځي؛ ځکه چې له هغو څخه خطرناکه کیمیاوي مواد خاورې او ان د نباتاتو ریښو ته نفوذ کوي، حتی تر دې چې په ځینو مواردو کې د نباتاتو د له منځه تلو سبب هم ګرځي.

د هغوی په وینا، کوم ځای کې چې پلاستیکي خځلې خښیږي، ډېر کلونه بې‌تجزیې پاتې کېږي او که داسې سیمو ته څاروي د څرولو لپاره وروړل شي، د پلاستیکي کڅوړو له خطرونو به په امان کې نه وي.

ورته مهال، د چاپېریالي ککړتیاوو د تنظیم او کنټرول کارپوه انجنیر سیدقیوم هاشمي وايي چې پلاستیکي کڅوړې پر چاپېریال هم بدې اغېزې کوي.

هغه زیاته کړه: «پلاستیک د خپل پایداري لامل له امله سلګونه کلونه په طبیعت کې پاتې کېدای شي، بناء په طبیعت کې د میتان او کاربن ډای اکساید په ګډون مضره مواد چې له ګلخانه‌یي ګازونو څخه شمېرل کېږي خپروي…پلاستیکونه د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا لامل ګرځېدای شي.»

هغه هم له پلاستیکي کڅوړو څخه د ګټې اخیستنې د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړولو ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې باید په لومړي ګام کې یې کارول محدود او وروسته په بشپړه توګه منع شي.

ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول مسوول انجنیر طوفان جبران وویل: «له بده مرغه په افغانستان کې پلاسیتکي کڅوړې او توکي کارول د لوکس جنس حیثیت لري او تقریبا د یو ضروري موډل په توګه د سودا په پېرلو، له یو ځای څخه بل ځای ته د توکو لېږدولو، د ډېر وخت لپاره د خوړو ساتلو، د خاورو او دوړو څخه د شیانو ساتلو، په ژمي کې د کړکیو پوښښ، په باراني موسمونو کې د چت د څڅېدو څخه د مخنیوي په موخه د بام پوښښ، د خونې مسطح، د خونې فرش، د زینو فرش، د دوکان بام، لوحو او لسګونو نورو فعالیتونو کې کارول کېږي چې په اوږدمهال کې به د ځمکې پر مخ یو له بحراني مواردو څخه وي چې په پېړیو پېړیو به پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړه چې د لاسته راغلو شمېرو له مخې یوازې په کابل کې د ورځې له څلور ټنه ډېر پلاستیکي کڅوړې کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د پلاستیکي کڅوړو ډېر کارولو یو لامل د هغوی د کمې بیې ترڅنګ د هغوی له ټولنیزو، اقتصادي، روغتیایي او چاپېریالي زیانونو څخه د خلکو نه پوهاوی دی.

سرچینې وویل: «د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په وروستیو کلونو کې د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه ځیني کمپاینونه په لاره اچولي چې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای دې له ټوټه‌یي کڅوړو څخه کار واخیستل شي، د دې ترڅنګ یې د مالیې وزارت په همکارۍ د پلاستیکي کڅوړو واردول په بشپړه توګه منع کړي چې له نیکه مرغه اوس له بهر څخه افغانستان ته پلاستیکي کڅوړې نه واردیږي.»

هغه زیاته کړه چې دغه راز خصوصي سکټور د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ تشویق شوی څو د پلاستیکي توکو پاتې شونې بیا وکارول شي له همدي امله له ښار څخه پلاستیکي توکي ټولیږي او په فابریکو کې بیاځلې استفاده ترې کېږي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version