کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې نیکلاسن د دوحې درېیمې په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیتټینګار وکړ، چې په ترڅ کې به یې پر مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وشي.
سرچېنې لیکلي، نوموړي د دې ناستې په اړه خپلې ملاحظې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریکه کړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلوسره ګټورې خبرې کړې دي.
هغه ویلي، اسلامي امارت د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
متقي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.
د ده په خبره، افغانستان وروسته له ۴۵ کلونو جګړو او ویجاړیو بشپړ امنیت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پاموړ مثبتې لاستهراوړنې لري.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن