Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د ترکي ډاکټرانو له خوا د سترګو ۳۱۰ وړیا عملیات شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست وايي چې ترکي ډاکټرانو د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۱۰ کسانو د سترګو وړیا عملیات کړي دي.

د مسوولینو په وینا، دغه عملیاتونه د روغتیا وزارت په همغږۍ د ترکيې هېواد د ډاکټرانو يوې ډلې کړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله رحیمي د غبرګولي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د شینوارو/ غني‌خېلو ولسوالۍ روغتون کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ترکيې په مالي مرسته د سترګو د پردې ۳۱۰ بریالي عملیاتونه ترسره شول.

هغه دغه راز زياته کړه چې د ډاکټرانو یادې ډلې ۳۵۰ هغو کسانو ته عینکې هم ورکړې چې د سترګو لید یې کمزوری و او ۳۵۰۰ نورو کسانو ته یې له معاینې وروسته درمل ورکړل.

بلخوا، د سيمې اوسېدونکي د درملنې له دې لړۍ خوښ دي او وايي چې د نورو ولسواليو خلکو ته دې هم دغه خدمات وړاندې شي.

د شینوارو ولسوالۍ د ۲۸مې ویالې سیمې یو اوسېدونکی محمدتوحيد چې د سترګو پردې عملیات یې شوي وايي، له ډېر وخته یې نظر خراب شوی و، خو د عملیات د لګښت ورکولو توان یې نه درلود.

هغه وايي، خوښ دی چې د ترکي ډاکټرانو له لوري یې د سترګو وړیا عملیات وشول.

دغو ترکي ډاکټرانو له دې مخکې د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم د خلکو د سترګو وړیا درملنه کړې ده.

Views: 14

Exit mobile version