ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د سېلاب‌ځپلو سیمو سلګونو ماشومانو ته روحي او رواني ستونزې پیدا شوې دي

بغلان کې د سېلاب‌ځپلو سیمو سلګونو ماشومانو ته روحي او رواني ستونزې پیدا شوې دي

author avatar
4 Jun 2024 - 13:27
بغلان کې د سېلاب‌ځپلو سیمو سلګونو ماشومانو ته روحي او رواني ستونزې پیدا شوې دي
author avatar
4 Jun 2024 - 13:27

پلخمري (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): بغلان کې ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونو ماشومانو ته روحي او رواني ستونزې پیدا شوې چې د هغوی درملنې ته د رسېدو په موخه یې هڅې پیل کړې دي.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت‌الله پارسا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۴۴۸ ماشومانو له روحي او رواني پلوه زیان لیدلی، له دې ډلې ۱۷ هغه ماشومان دي چې خپلې میندې او پلرونه یې له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې سېلاب‌ځپلو سیمو کې تر اوسه ۱۵۰۰ ماشومانو ته جامې او نور اړین توکي رسېدلي او رواني ستونزو ته د رسېدو په موخه یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له مسوولینو سره خبرې کړې دي.

پارسا دغه راز وویل، غواړي سېلاب‌ځپلو ماشومانو ته د دوستۍ په نوم ټولګي جوړ کړي چې د سېلابونو د سختو ورځو ترخې خاطرې یې له ذهنونو ووځي او له روحي او رواني پلوه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

ورته مهال، هغه کورنۍ چې د سېلابونو له امله یې مالي او ځاني زیانونه لیدلي وايي، ماشومانو ته یې روحي ناروغۍ پیدا شوې او د وېرې احساس لري.

د دوشي ولسوالۍ د دهن‌لرخاب کلي اوسېدونکی ضابط خان چې د سېلاب له امله یې مور، مېرمن، یوې خور او لور ژوند له لاسه ورکړی وايي، یوه خور او ورور یې له سېلابونو وروسته له روحي او رواني ګډوډۍ سره مخ دي.

د هغه په خبره، یاد ماشومان د سېلاب پر مهال یوې ونې ته ختلي وو، خو اوس چې پر سړک د روان موټر غږ واوري، وېریږي، ژاړي او د سېلاب د ورځې بدې خاطرې یادوي.

دغه راز، د بورکې ولسوالۍ د فلول کلي اوسېدونکی عبدالواسیع وايي، دوه کوچني زامن یې د سېلابونو پر مهال دومره وېرېدلي چې اوس خوراک هم سم نه کوي او په خوب کې د وېرې احساس کوي.

دی زیاتوي، کلي ته یې تر اوسه د رواني ناروغیو کوم ډاکټر هم نه دی ورغلی خو خپلو ماشومانو ته یې له یوه ځايي ملا تعویذونه اخیستي دي.

په همدې حال کې، د بغلان ولایتي روغتون د رواني ناروغیو څانګې متخصص، احمدبارز صاحب‌زاده وایي، انسانانو ته په درېیو حالتونو کې رواني ستونزې پیدا کېږي، هغه مهال چې خپله له یوې بدې پېښې سره مخ شي، د یو چا یا یوې پېښې بوږنوونکی حالت وویني او یا هم د بوږنوونکو پېښو کیسې واوري.

هغه وویل: «په لومړي پړاو کې پر یاده ناروغي اخته کس له یو ساعت څخه تر یوې میاشتې وخت لري چې درملنه یې باید وشي او له یوې میاشتې وروسته ناروغ دویمې مرحلې ته داخلېږي چې تر لومړۍ پېچلې ده، بیا یې درملنه هم وخت ته اړتیا لري؛ همداسې که د رواني ناروغ درملنه ځندېږي هماغومره یې درملنه پېچلې کېږي، نو په کار ده چې له ناوړه طبیعي پېښو وروسته د زیانمنې سیمې د خلکو د نورو اړینو روغتیایي خدمتونو ترڅنګ رواني درملنه هم وشي.»

د نوموړي په خبره، طبیعي ده چې په بغلان کې به له سېلابونو وروسته یو شمېر ښځې او ماشومان له رواني ستونزو سره مخ شوي وي، خو هغوی چې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې، درملنه یې شوې او پاتې کسان هم باید ژر تر ژره وکتل شي.

د یادونې ده، له پژواک سره د شریک شوو وروستيو رسمي شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د ۷۳ ماشومانو په ګډون ۱۶۹ کسان مړه او د ۴۱ ماشومانو په ګډون ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.