Pajhwok Afghan News

بلخ کې تښتول شوی ماشوم وژغورل شو

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولی ١٤٠٣): کورنیو چارو وزارت وايي، بلخ کې تښتول شوی ماشوم وژغورل شو او له پولیسو سره نښته کې له تښتوونکو یو تن وژل شوی او پنځه نور مشکوک کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ماشوم یوه اونۍ مخکې وسله‌والو کسانو تښتولی و.

دی وايي چې تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ د هغه د ازادېدو په بدل کې ٣٠٠ زره ډالر غوښتل او ګواښ يې کړی و چې که دا پیسې ورنه کړي، ماشوم وژني.

قانع زیاتوي: “لله الحمد د ٨٨٨ ملي قطعې د مجاهدینو له لوری په یاد هدف عملیات وشول چی په پایله کې یې ماشوم صحی سالم ورنه ازاد او خپلی کورنۍ ته وسپارل شو.”

هغه وویل چې د ماشوم د ژغورنې عملیاتو پر مهال یو تن تښتوونکی په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

قانع زیاتوي چې پولیسو پنځه نور کسان د اختطاف په شک نیولي او تر تحقیقاتو وروسته به قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.

Views: 31

Exit mobile version