ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتونبایوا: یوناما د دوحې راتلونکې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وي

اتونبایوا: یوناما د دوحې راتلونکې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وي

author avatar
7 Jun 2024 - 16:11
اتونبایوا: یوناما د دوحې راتلونکې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وي
author avatar
7 Jun 2024 - 16:11

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د یوناما مشرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، ټیم یې د دوحې درېیمې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوناما مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د دوحې درېیمې ناستې پر جزئیاتو او لازمو همغږیو خبرې اترې وکړې.

سرچینې زیاته کړې په دې ناسته کې مېرمن روزا اتنبایوا وویل چې ټیم يې د دوحې درېیمې ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

د یوناما مشرې زیاته کړې، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحې درېیمې ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي.

سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ، دا مهمه  ده څو داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

متقي ویلي، افغان حکومت د دوحې درېیمې ناستې په اړه خپل دریځ له ټولو لورو سره شریک کړی او په دې اړه به له اړوند لورو سره نږدې کار ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنۍ ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټریش په مشرۍ د سلواغې میاشتې په پای کې ترسره شوې وه.

په یاده ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو له ناستې یوه ورځ مخکې امارت له دې امله په کې له ګډون انکار وکړ چې د هغوی غوښتنو ته پاملرنه نه وه شوې.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.