ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې اورلګېدنې شپږ کسان ټپیان کړي

مزارشریف کې اورلګېدنې شپږ کسان ټپیان کړي

author avatar
7 Jun 2024 - 12:12
مزارشریف کې اورلګېدنې شپږ کسان ټپیان کړي
author avatar
7 Jun 2024 - 12:12

مزارشریف (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ګاز پلورلو یوې هټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ماښام د مزارشریف ښار لومړۍ حوزې په مربوطاتو  کې په یوه ګاز پلورنځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې پېښو ته د رسېدنې ټیم او د امنیه قوماندانۍ اطفایې ټیم پر وخت اقدام کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د چټک غبرګون په نتیجه کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي خو د درې سوه زرو افغانیو په ارزښت نور توکي سوځېدلي دي.

خبرپاڼه دغه‌راز وایي، د پېښې لامل د ګاز ډبې سوري کېدل ښودل شوي چې د دوکان مالک او ورسره د سیمې ۵ اوسیدونکي هم قسما سوځېدلی او د دوکان د مالک روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.