ژبه

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، پنځو سرپرست وزیرانو بهرني سفرونه لرل، م.م پر څلورو افغان چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړل، روسیې یو ځل بیا له ا.ا سره د اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او قزاقستان ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

م.م د ا.ا پر څلورو چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړل.

د کورنیو چارو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، حج او اوقافو او لوړو زده‌کړو وزیرانو بهر ته سفرونه وکړل.

قزاقستان د «طالبانو» نوم د «ترهګریزو ډلو» له نوملړه حذف کړ او ا.ا دغه اقدام وستایه.

روسيه: له ا.ا سره د اړیکو پر جوړولو کار او شانګهای سازمان کې د افغانستان له یو ځای کېدو ملاتړ کوو.

متقي: د دوحې ناستې څرنګوالی څېړو.

م.م: د دوحې غونډه کې به له ا.ا سره د نړۍ د تعامل څرنګوالی روښانه شي.

تهران کې د افغانستان په اړه ناسته جوړه شوه، خو اسلامي امارت په کې ګډون ونه کړ.

قزاقستان: له افغانستان سره د سوداګرۍ بدیله لار جوړوو.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، لوګر او کاپیسا ولایتونو کې د هاوان سرګلولو په دوو چاودنو کې دوو تنو ژوند بایللی او درې نور ټپيان شوي او کونړ کې د یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو جوزجان کې د یو خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي، سرپل کې یوه کس خپله مېرمن د چاقو په ګوزارونو وژلې، اروزګان کې د خلکو خپلمنځي شخړه کې یو سیمه‌ییز خبریال وژل شوی او یو بل کس ټپی شوی او په همدغه ولايت کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د حقاني بهرني سفرونه او پر څلورو چارواکو د سفري بندیزونو لرې کول

تېره اونۍ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ او په دغه سفر کې د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق هم ورسره و.

د اسلامي امارت تر بیا واکمن کېدو وروسته دا د حقاني لومړی بهرنی سفر و.

حقاني او ورسره مل پلاوي په عربي متحده اماراتو کې د دغه هېواد له مشر محمد بن زاید النهیان او نورو چارواکو سره وکتل. د اماراتو چارواکو په یادو کتنو کې وویل چې افغانانو ته به د دغه هېواد ویزې بیا پیل کړي او افغان بندیان به هم خوشي کړي.

اماراتو ته د حقاني تر سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل چې هېوادونه باید د اسلامي امارت د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه واخلي چې د بندیزونو په نوملړ کې دي.

هغه زیاته کړې، دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دغه قوانین مراعات کړي.

خو تر یادو څرګندونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب د سفر بندیزونه لرې کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت پر دغو غړو د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج ادا کولو په موخه تصویب شوی دی.

بهرنيو هېوادونو ته ا.ا د يو شمېر چارواکو سفرونه

د راپورونو له مخې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د «سنټ پټرزبورګ» په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم د پوهنې وزيرانو په دوېیم نړۍوال څلور ورځني فورم کې د ګډون په موخه د روسيې کازان ښار ته تللي او د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر دوکتور نورمحمد ثاقب د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی.

قزاقستان ا.ا د ممنوعه ډلو له نوملړه واېست

تېره اونۍ د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توکایف اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو په موخه یې د «طالبانو» نوم «د ترهګریزو ډلو» له نوملړه حذف کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد د قزاقستان د دې اقدام ستاینه کړې او له نورو هېوادونو يې غوښتي چې ورته اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې: «هغه وخت چې امریکایانو افغانستان اشغال کړی و او د اسلامي امارت پر خلاف یوه ککړه تبلیغاتي فضا رامنځته شوه، طبعاً ځینو هېوادونو په هغه وخت کې ځینې داسې اقدامات ترسره کړي وو چې د اسلامي امارت په اړه يې معلومات پوره نه وو.»

دغه راز، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین ویلي هېواد يې د ترکمنستان له لارې د یوې بدیلې لارې پر جوړولو کار کوي څو له افغانستان سره یې سوداګري له یو میلیارد ډالرو څخه درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د روسيې او اسلامي امارت اړيکې

وړمه اونۍ، د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د دغه هېواد ولسمشر ته وړاندیز کړی و چې د افغانستان سرپرست حکومت د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو له سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت چارواکو دا ډول څرګندونې یو مثبت اقدام بللی او ویلي یې دي، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د ستونزو هواري یوازېنۍ لاره د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ، د روسیې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول اړین بللي وو او ويلي يې وو، واقعیتونو ته په کتو اړتیا ده څو له «طالبانو» سره اړیکې جوړې کړي؛ ځکه هغوی اوس افغانستان کې واکمن دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروا تېره ورځ ویلي: «دمګړۍ له طالبانو سره د اړیکو جوړلو لپاره کار روان دی، خو موږ له کلونو راهیسې اړیکې خوندي کړي، موخه مې دا ده چې دا زموږ لپاره نوې موضوع نه ده.»

د دوحې درېيمه ناسته

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په اړه به یې خپل دریځ اعلان کړي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د داسې د معناداره ګډون غوښتونکی دی چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو مرستیال مارتین ګرېفټس د دوحې درېیمې غونډې په تړاو ويلي، په دې غونډه کې به له «طالبانو» سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل لارې چارې روښانه شي.

د یوناما مشرې روزا اتنبایوا له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، ټیم یې د دوحې درېیمې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو، سولې او امنیت کاري ډلې چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالیت لري، په یوه راپور کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې د افغان ښځو د بشپړ، معنا لرونکي او برابر حضور غوښتنه کړې.

تهران کې د افغانستان په اړه غونډه

دغه غونډه نن جوړه شوه.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، ټاکل شوې د افغانستان په اړه ناسته د غبرګولي په ۱۹مه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د استازو ګډون په ایران کې جوړه شي او په دې ناسته کې د دوحې د درېیمې ناستې لپاره د چمتووالي په اړه یې د اسلامي امارت له استازو سره هم خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا مدیر سیدرسول موسوي ویلي چې د تهران ناسته به د سیمې په همکارۍ د افغانستان او سیمې د سولې، ثبات او پراختیا لپاره یو ښه پیغام ولري.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اسلامي امارت استازي د تهران په ناسته کې ګډون نه دی کړی او کومې ناستې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، د نوو مکانیزمونو رامنځته کولو پر ځای دې په‌کې له معمولي مکانیزمونو استفاده وشي.

د یاد وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکټر ذاکر جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د تهران ناسته، ایراني دوستانو هغه د تماس سیمه‌ییزې ډلې په نوم یاد کړې ده، د روسیې استازي دغه ناسته د مسکو فارمټ تماس ډله یادوي، چین چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د تماس له نړۍوالې ډلې سره مخالفت کړی، د ایران ناسته د مشورو لپاره یو ښه فرصت بولي، پاکستان هغه سیمه‌ییزه مشوره بللې، که څه هم د افغانستان حکومت دې ناستې ته وربلل شوی خو ګډون یې په کې نه دی کړی.»

هغه لیکلي، ورته مهال د افغانستان حکومت هیله لري، هغه ناستې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د نوو مکانیزمونو رامنځته کولو پر ځای له معمولي مکانیزمونو په‌کې استفاده وشي.