Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې سرپرست وزیر: نړۍواله ټولنه دې د پوهنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د پوهنې سرپرست وزیر د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال فورم کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشنو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال فورم کې وینا وکړه.

سرچېنې لیکلي چې هغه د خپلې وينا په ترڅ کې د افغانستان پر ښوونیز وضعيت رڼا واچوله، د ښوونځيو، ښوونکو او زده‌کوونکو ارقام يې د فورم له ګډونوالو سره شريک کړل.

د پوهنې سرپرست وزیر د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشاتو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه ویلي، افغانستان هم لکه د نورو هېوادونو په شان حق لري چې د دا ډول تخنیکي او مهمو نړیوالو فورمونو او ناستو غړیتوب ولري څو وکولای شي چې خپلې تجربې له نورو سره شریکې او د نورو له تجربو د خپل ښوونیز نظام د غوره والي په برخه کې کار واخلي.

 ده زیاته کړې: «زه د ا.ا.ا د پوهنې وزارت په استازولۍ تاسو ته ډاډ درکوم چې مونږ د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې باکیفیته او متوازنه زده کړو ته ژمن یو او دا په حکومت د ولس مسلم حق دی او مونږ الحمدلله اوس مهال په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ او مثبت حرکت لرو.»

د يادونې ده، ياد فورم د روسیې د پوهنې د وزير په مشرۍ جوړ شوی او وروسته د فورم ګډونوالو وزيرانو په نوبت سره د خپلو هېوادونو د ښوونيز وضعيت په اړه ويناوې واورولې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.