Pajhwok Afghan News

هرات کې سلګونه روږدي له ۱۶ میاشتنۍ درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول

هرات (پژواک، ٢٢ غبرګولی ١٤٠٣): هرات کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نشه‌یي توکو ۱۳۰۰ روږدي له یوه مراقبتي او درملیز پړاو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د هرات امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عمومي مدیریت مسوولین وايي، د لوی اختر په مناسبت ۱۳۰۰ روږدي وروسته له رغېدو خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د هرات امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیات‌الله روحاني د روږدو رخصتولو مراسمو کې د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ وویل، یاد کسان د ۱۰ تر ۱۶ میاشتو لپاره تر درملنې لاندې وو او له بېلابېلو ولایتونو سره یې تړاو درلود.

مولوي روحاني زیاته کړه، کوم ناروغان (روږدي) چې په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې دي، له روغتیايي اړخه یې په معیاري توګه درمنله کېږي او اړین امکانات هم ورته برابر شوي دي.

له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، اوسمهال هرات ښار له روږدو پاک دی او د هغوی د ټولولو ټیم اوسمهال هم د ښار په کچه هره ورځ په فعالیت بوخت دي.

بلخوا، درملنه شوي کسان د هرات د روږدو درملنې مرکز له خدماتو خوشحاله دي او وايي چې په راتلونکي کې به بیا دغه عمل ته مخه ونه کړي.

د سميع‌الله په نوم د هرات فرسي ولسوالۍ ۲۹ کلن اوسېدونکی چې له ۱۱ میاشتو راهیسې په یاد روغتیايي مرکز کې تر درملنې لاندې دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې له درې کاله بېلتون وروسته بېرته روغ له خپلې کورنۍ سره یوځای کېږي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، له منفي خلکو سره دې له ناستې پاستې ډډه وکړي او له حکومته یې ځوان نسل ته د کار غوښتنه وکړه؛ ځکه چې د هغه په خبره، ډېرو ځوانانو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په هیله بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته د ګډوالۍ پر مهال نشه‌یي توکو ته مخه کړې او روږدي شوي دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې څه باندې پنځه زره روږدي تر درملنې لاندې دي او دغه‌راز، د هرات امنیې قواماندانۍ له لوري د موظف ټیم له خوا د ښار له بېلابېلو برخو د روږدو کسانو ټولولو پروسه هم هره ورځ روانه ده.

Views: 11

Exit mobile version