ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین د لیلیې له نشتوالي شکایت کوي

د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین د لیلیې له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
12 Jun 2024 - 13:44
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین د لیلیې له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
12 Jun 2024 - 13:44

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندهار پوهنتون  یو شمېر محصلین وايي، د پخوا په پرتله یې ډېرې ستونزې حل شوې خو لیلیه او لوبغالی لا هم نه ‌لري.

کندهار پوهنتون کې د یو شمېر نورو ولایتونو محصلین شکایت کوي چې د لیلیې نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي چې له پوهنتونه بهر په کرایي خونو کې اوسېدول ورته ګران تمامېږي.

د محمد په نوم یوه محصل وویل: «اوس مهال په پوهنتون کې زموږ هغه اساسي ستونزې تر ډېره حل شوې چې د استادانو کمښت یا د عملي کار نه کول وو، اوس موږ پوره استادان لرو، عملي کارونه کوو چې دا زموږ پر زده‌کړو ډېر ښه اغېز لري، خو لیلیه راته نه ده فعاله شوې، دلته موږ اتاقونه نیولي دي چې بېخي ډېر مصرف رانه کېږي.»

ورته مهال، د یاد پوهنتون یو بل محصل قایم‌شاه رشیدي چې د اروزګان اوسېدونکی دی وايي: «په پوهنتون کې لیلیه نه‌لرو نو ځکه په کرایي کور کې اوسېږو، که چېرې په پوهنتون کې د لیلیې ستونزه حل شي، دا به زموږ لپاره تر ټولو ښه خبر وي.»

دوی وايي، هغه پیسې چې د لیلیې په بدل کې ورکول کېږي، بسنه ورته نه ‌کوي.

په همدې حال کې یو شمېر نور محصلین بیا د پوهنتون په انګړ کې د لوبغالي له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې اړ دي د لوبو او تفریح په موخه له پوهنتونه د باندې ولاړ شي.

د ثناءالله مایار په نوم یوه محصل وویل: «پوهنتون کې د بیارغونې کارونه شوي او اوس هم دوام لري، همداسي زموږ عملي کارونه او علمي سفرونه هم زیات شوي، خو پوهنتون کې د کرکټ یا فوټبال لپاره لوبغالی نه‌لرو چې تفریح وکړو، لوبې وکړو، موږ مجبور یو بیرون ولاړ شو، دا ډېره سخته ده.»

بل لور ته، د کندهار پوهنتون رییس مولوي عبدالرحمن طیبي وایي، د پخوا په پرتله په پوهنتون کې د بیارغونې ترڅنګ تدریسي بهیر کې هم ډېر کار شوی دی او ستونزې تر یوه بریده حل شوې دي.

هغه وویل: «موږ د استادانو هیڅ کمی نه‌لرو، قابل استادان لرو، په پوهنتون کې د بیارغونې کارونه ترسره شوي او اوس هم جریان لري، د عملي کار برخه کې له محصلانو سره زموږ هڅې ډېرې شوې چې دا د دوی پر زده‌کړو ډېره ښه اغېزه لري.»

هغه د پوهنتون د لیلیې په اړه وویل چې یوه شپږ پوړیزه ودانۍ یې د لیلیې لپاره ځانګړې کړې چې یوازې پنځه سلنه کارونه یې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، په دې ودانۍ کې اته سوه محصلینو ته د اوسېدو زمینه برابره شوې ده.

کندهار پوهنتون چې د هېواد په کچه له مهمو پوهنتونونو شمېر کېږي، دا مهال یې بېلابېلو پوهنځیو کې شاوخوا پنځه زره محصلین په زده‌کړو بوخت دي چې اویا سلنه یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.