ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

پکتيا کې ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
13 Jun 2024 - 11:50
پکتيا کې ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
13 Jun 2024 - 11:50

ګردېز (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتيا پوهنې رياست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ۱۳ ولسوالیو کې د ۲۲۵ میلیون افغانیو په لګښت ۱۸ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د پکتيا پوهنې رييس مولوي عبدالقيوم فاروقي وويل، په دغه ولايت کې ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خو فاروقي وايي چې د جاپان هېواد د خلکو په مرسته او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مشارکت په دغه ولایت کې ۱۸ ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو چارې نن پيل شوې.

هغه زیاتوي، دغه ښوونځي په مرکز ګردېز او ولسواليو کې دي چې پر جوړولو یې شاوخوا ۲۲۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د هغه په وینا، دغه ودانۍ په يوه پوړ کې جوړېږي چې شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، تشنابونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

دغه راز، د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين بيا وويل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د پوهنې برخې ستونزو ته پوره رسېدنه وکړي.

هغه وويل له مؤسسو او نړۍوالو ادارو سره يې خبرې کړې څو په دغه ولایت کې نورو ښوونځيو ته هم ودانی جوړې کړي.

په ورته وخت کې د يادو سيمو خلک هم دې چارې ته خوښ دي.

د مرکز ګردېز اړوند د ابراهيم‌خېلو کلي یوه اوسېدونکي حسين پژواک ته وويل چې د ښوونځي ودانۍ نشتون له امله زده‌کوونکي د کلي په خالي کورونو کې زده کړې کوي.

هغه وویل چې ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو دغه مشکل حل شي.

هغه د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو ترڅنګ دې مسلکي ښوونکي هم وګوماري او زده‌کوونکو ته دې پوره کتابونه هم ورکړل شي.

د پکتيا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال پکتيا کې ټول ۳۷۰ دولتي ښوونځي دي چې له ډلې يې ۱۸۳ ودانۍ نه لري او د ځينو نورو ښوونځيو ودانۍ بیا جدي ترميم ته اړتيا لري.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.