Pajhwok Afghan News

غزني کې د کرکټ سیالۍ د افغانمل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳): غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ د افغانمل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ یوه‌نیمه میاشت مخکې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو پای‌لوبې ته مرحبا او  افغانمل لوبډلو لار پیدا کړه.

د نوموړي په خبره، مرحبا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې چې افغانمل لوبډلې بیا د یوه لوبغاړي په سوځېدو په نهم اور کې دغه هدف پوره کړ او اتلولي يې ترلاسه کړه.

د پکتیال د معلوماتو له مخې، د کرکټ دغه سیالۍ د افغانستان داخلي کرکټ ته د غوره لوبغاړو معرفي کولو په موخه ترسره شوې.

بل لورته، لوبغاړي هم د دې ډول سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

یوه لوبغاړي ګلاب پژواک ته وویل، دغه شان سیالۍ کولای شي استعدادونه معلوم او د لوبغاړو ترمنځ همغږي پیدا کړي.

خو هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې دوی د سیالیو او نورو تمرینونو ترسره کولو لپاره معیاري لوبغالی په واک کې نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې حکومت دې د ورزشکارانو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

Views: 6

Exit mobile version