ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د یوه سړي مړی موندل شوی

بامیان کې د یوه سړي مړی موندل شوی

author avatar
16 Jun 2024 - 11:18
بامیان کې د یوه سړي مړی موندل شوی
author avatar
16 Jun 2024 - 11:18

بامیان (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ماښام شاوخوا اووه بجې د بامیان ښار په یوه ځنګله کې د یوه وژل شوي کس مړی موندل شوی او د څېړنو په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

هغه زیاته کړه، وژل شوی کس کاظم نومېږي چې څو ورځې مخکې نادرکه شوی و.

د نوموړي په خبره، د وژل شوي کس کورنۍ وايي چې هغه له یوه بل کس سره له کلونو راهیسې د یوه هوټل د ځمکې پر سر ستونزه درلوده چې په دې وروستیو کې په تاوتریخوالي اوښتې وه.

د والي ویاند وايي، د قضیې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.