Pajhwok Afghan News

اوچا: د روان میلادي کال لومړۍ درې میاشتې مو افغانستان کې له نږدې ۱۱ میلیون کسانو سره مرسته کړې

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي‌کوونکې ادارې (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال لومړیو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۱۰،۹ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.

اوچا نن (یکشنبې) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۹،۹ میلیون کسانو سره یې د خوراکي توکو او له یو میلیون نورو سره یې د زده‌کړو، روغتیا، د ماشومانو د ملاتړ او سرپناه برخو کې مرسته کړې ده.

خو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې خبرداری ورکړی چې سره له دې مرستو هم په افغانستان کې خلک د غذايي امنیت له جدي ګواښ سره مخ دي.

دا په داسې حال ده چې اوچا مخکې له دې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۹،۲ میلیون ماشومان په ګډون ۲۳،۷ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یاد سازمان د یادو شمېرو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیون خلک په غذايي ناامنۍ، ۴۸ سلنه خلک د فقر تر کرښه لاندې او ۳،۴ میلیون کسان له چاودېدونکو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.

Views: 12

Exit mobile version