ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د چرګانو فارمونو ډېرېدل؛ فارم‌لرونکي: دغه ولایت د چرګ غوښې تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی

دایکنډي کې د چرګانو فارمونو ډېرېدل؛ فارم‌لرونکي: دغه ولایت د چرګ غوښې تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی

author avatar
19 Jun 2024 - 10:20
دایکنډي کې د چرګانو فارمونو ډېرېدل؛ فارم‌لرونکي: دغه ولایت د چرګ غوښې تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی
author avatar
19 Jun 2024 - 10:20

نیلي (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): دایکنډي کې د چرګانو یو شمېر فارم‌لرونکي وايي، په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونه ډېر شوي او اوس دغلته د بازارونو او خلکو اړتیا له دغو فارمونو پوره کېږي.

خو د هغوی په خبره، دایکنډي کې د چرګانو فارمونو جدي ستونزه د چرګانو دانې نشتوالی دی او له نورو ولایتونو یې راوړي.

دایکنډي کې د چرګانو یوه فارم‌لرونکي غلام حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو کلونو کې به دغه ولایت ته چرګان او د هغو غوښه له کابل او نورو ولایتونو راوړل کېدل.

هغه زیاته کړه چې دمګړۍ په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونه دوه برابره ډېر شوي، ډېرو خلکو په نیلي او ولسوالیو کې دغه کار ته مخه کړې، د چرګ غوښې له پلوه د دایکنډي بازارونو او خلکو ټوله اړتیا له دغو فارمونو پوره کېږي.

هغه وویل: «موږ د چرګانو فارمونه جوړ کړي، ډېر ښه دي، د کورنیو لګښت مو هم برابریږي او څو کارګر هم لرو، په ولسوالیو او ان بامیان ته هم د غوښې چرګان لېږو.»

نوموړي وویل، د دایکنډي خلک بې‌وزله دي، د چرګانو فارمونو کار اسانه دی، په کمو پیسو کېږي او مشتریان هم لري؛ ځکه خلک د څارویو غوښې پېرلو توان نه لري، د چرګانو له غوښې استفاده کوي.

غلام حسین وایي، د چرګانو فارمونو په ډېرېدو سره په بازارونو کې هم د چرګ بیه د پام وړ ټيټه شوې ده.

هغه وایي چې په تېرو کلونو کې دغلته د چرګ یوه کیلو غوښه له ۲۵۰ افغانیو پورته وه، خو اوس ۱۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي وویل، په دایکنډي کې د چرګانو فارمونو جدي ستونزه د چرګانو د دانې نشتوالی دی او دوی له نورو ولایتونو دغه دانه راوړي.

یوه بل فارم‌لرونکي صفي‌الله محمدي پژواک ته وویل، د ده د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې تر ۱۰۰ ډېر د چرګانو فارمونه جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، د چرګ غوښې ته د ډېرې تقاضا او له بېکارۍ د ځان ژغورلو له امله خلکو د چرګانو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده.

هغه د فارم‌لرونکو ستونزو ته په اشاره وویل، که د چرګانو د دانې او نورې ستونزې حل شي، د چرګ غوښې بیه به نوره هم ټیټه شي.

هغه وویل: «موږ ډېرې ستونزې لرو، د چرګانو دانه له نورو ولایتونو په لوړه بیه راځي، برېښنا نه لرو، دلته ماهر کارګر نشته، د چرګانو ناروغیو لپاره ښه درمل نشته.»

هغه وویل، تر څو کلونو مخکې دایکنډي ته د چرګ غوښه او چرګان له نورو ولایتونو راتلل، له همدې کبله د فارم‌‌لرونکو کار نوی دی او روزنې ته اړتیا لري.

نوموړي وویل چې د چرګانو فارم‌لرونکو ته باید مسلکې روزنه ورکړل شي څو وکولای شي له خپل دغه کاره ښه عاید ولري.

نوموړی د چرګانو فارم‌لرونکو ستونزو هوارېدو په موخه د دولت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

سره له دې، د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د خلکو لېوالتیا او د چرګ غوښې ته د تقاضا له امله په دې وروستیو کې د چرګانو ‌فارمونه ډېر شوي دي.

د دایکنډي د کرنې ریاست د حیواني روغتیا د ترویج مدیر امین‌الله جوادي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د چرګانو شاوخوا ۱۰۵ ‌فارمونه موجود دي چې ډېری یې په رسمي ډول ثبت دي او ځينو نورو یې له دې امله چې تازه خپل فعالیت پیل کړی، جوازونه نه دي اخیستي.

هغه وویل: «د خلکو د تقاضا او لېوالتیا له امله د چرګانو ‌فارمونه ډېر شوي؛ ځکه چې خلک بې‌کاره دي، د چرګانو ‌فارمونه یې جوړ کړي، د فارمونو لرل یو دایمي شغل دی، اسانه دی او فایده هم لري.»

هغه زیاته کړه، دمګړۍ په دایکنډي کې د چرګ غوښه تولیدیږي، د خلکو لپاره بسنه کوي؛ د خلکو اړتیا پوره کوي او له نورو ولایتونو اوس نه راځي.

هغه وویل، دوی په منظم ډول د چرګانو د فارمونو نظارت او کنټرول کوي.

جوادي دغه‌راز زیاته کړه چې د کرنې ریاست فارم‌لرونکو ته د موسسو له لارې د پوهاوي او کوچنیو پورونو جذبولو په برخه کې هڅه کوي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.