دایکنډي کې د چرګانو فارمونو ډېرېدل؛ فارملرونکي: دغه ولایت د چرګ غوښې تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی
دایکنډي کې د چرګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونه ډېر شوي او اوس دغلته د بازارونو او خلکو اړتیا له دغو فارمونو پوره کېږي.



