ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې سېلاب‌ځپلي د سرپناه غوښتنه کوي

غور کې سېلاب‌ځپلي د سرپناه غوښتنه کوي

author avatar
23 Jun 2024 - 16:20
غور کې سېلاب‌ځپلي د سرپناه غوښتنه کوي
author avatar
23 Jun 2024 - 16:20

فيروزکوه (پژواک، ٣ چنګاښ ۱۴۰۳): غور ولایت کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې یې ترلاسه کړې خو حکومت او مرستندويه ادارې باید د سرپناه برابرولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.

٣٧ کلنه شيرین‌ګل چې د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سرپرسته ده پژواک خبري اژانس ته وويل: «تاسو وینئ چې زما کور سېلاب وړی، په کور کې مې هېڅ شی نه دي پاتې له  لمسیانو سره مې سرګردانه یم، کله چې سېلاب راغلی، دوه ځله مې مرسته ترلاسه کړې، په لومړي ځل یوه خیمه او ۲۰ زره افغانۍ او په دویم ځل یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې، یوه بوشکه غوړي او یوه اندازه مالګه راکړل شوې ده.»

نوموړې له اقتصادي ستونزو او بې کورۍ ځوریږي وایي: «کومې خېمې چې موږ ته راکړل شوې، د ورځې ګرمه او د شپې له خوا  سړه وي؛ ځکه چې  تراوسه ځمکه نم لري، ماشومان مې ناروغان شول، پیسې نشته چې درمل واخلم، موږ له حکومت او موسسو غواړو چې موږ ته دې سرپناوې جوړې کړي.»

دغه‌راز، د غور يو بل سيلاب‌ځپلی ۴۰ کلن خان محمد چې له يوې مياشتې راهيسې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره په یوه خېمه کې اوسیږي وایي چې له بدو او ناوړه حالاتو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «سیلاب هر څه یوړل، زموږ کور یې خراب کړ، زه یو کارګر سړی یم نشم کولی چې ځانته کور جوړ کړم، پنځلس کاله مې تکلیف واېست څو دا کور مې جوړ کړ خو سېلاب په یوه شېبه کې یووړ؛ له حکومت او موسسو غواړم چې له موږ سره دې مرسته وکړي څو یوه سرپناه ولرو.»

نوموړي هم وويل چې د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې یې ترلاسه کړې، خو ویې ویل چې په خېمو کې ژوند کول سخت دي؛ ځکه چې په اوړي او ژمي کې به یې ماشومان ناروغان شي.

د غور يوه بله سېلاب ځپلې ٢٧ کلنه صديقه وايي: «کومې خېمې چې موږ ته راکړل شوې په هغو کې مو ګوزاره نه کیږي، خاورې او دوړې ډېرې دي، هوا ګرمه ده زموږ ټول ماشومان اسهال دي، که دولت یا موسسې له موږ سره مرسته و نه کړي او زموږ غم ونه خوري، زموږ ټول ماشومان له منځه ځي، موږ نه پیسې لرو نه ځای، هیله‌مند یو چې له موږ سره مرسته وشي.»

په ورته وخت کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم پژواک ته وویل: «که څه هم له سېلاب‌ځپلو سره مرستې شوې، خو هڅه کوو چې و کولی شو د دغه ولایت سېلاب‌ځپلو ته لا ډېرې مرستې برابرې او توزیع کړو.»

نوموړی دغه‌راز وایي چې په دې وروستیو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سېلاب‌ځپلو د وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته راغلی و چې له خلکو سره یې په لیدنه کې د لا ډېرې مرستې ژمنه وکړه او سېلاب‌ځپلو ته یې د زرو کورونو لرونکي ښارګوتي پرانیسته هم وکړه.»

د سرچينې په خبره، د سېلاب‌ځپلو د ښارګوټي جوړېدو چارې پيل شوي او ټاکل شوې د دغه ولایت سېلاب‌ځپلو ته ۲۰۰ کورونه د دولت او پاتې نور د موسسو له خوا جوړ شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.