کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ۱۴۰۳): ډاکټران وایي چې پښتورګو کې د ډبرو پیدا کېدو مخنیوي په موخه بايد اوبه ډېرې وڅښل شي، مالګه او سره کړي خواړه دې کم استفاده شي.
کابل ښار کې د يورولوژي ناروغیو متخصص، ډاکټر عبدالغني بصيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پښتورګو ناروغي یوه عامه ناروغي ده چې د نړۍ له درې تر پنځه سلنې کسان پرې اخته دي.
هغه زیاته کړه، پښتورګي چې د ژوند د دوام لپاره د بدن له مهمو داخلي غړو ګڼل کېږي او د نه فعالیت یو لامل یې ډبره ده.
د هغه په خبره، په پښتورګو کې د ډبرو جوړېدو فکټورونه ډېر دي، تغییر نه منونکي داخلي فکټورونه او یو شمېر تغییر منونکي خارجي فکټورونه.
نوموړي وویل: «له داخلي فکټورونو یو ارثیت دی، د کومو کسانو چې مور او پلار د پښتورګو پر ناروغۍ اخته وي، نظر نورو کسانو ته ډېر پر دې ستونزه اخته کېږي، د یوې ترسره شوې سروې له مخې، کوم کسان چې د پښتورګو ډبرې لري، د کورنۍ شاوخوا ۲۵ سلنه نورو غړو یې د پښتورګو ډبرې لرلې دي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، دویم فکټور عمر دی، دا ستونزه تر ډېره د ۲۵ او ۵۰ کلونو ترمنځ رامنځته کېږي.
هغه دغه راز وویل چې جنسیت هم د پښتورګو ډبرو جوړېدو کې رول لري، د نارینهوو پښتورګو کې د ښځو په نسبت ډېر ډبرې پیدا کوي.
د ډاکټر بصیرت په خبره، د ترسره شوو څېړنو له مخې، نارینهوو کې د پښتورګو ډبرې د ښځو په پرتله درې برابره ډېرې پیدا کېږي.
نوموړي وویل، د خارجي فکټورونو له ډلې یو هم جغرافيايي فکټور دی، کوم کسان چې په ګرمو سیمو کې ژوند کوي، د هغو د وجود اوبه د خولو له لارې وځي چې دا په ادرارو کې د غلظت لامل کېږي او ډبره پیدا کوي، نو له دې امله د تودو سیمو خلک نسبت یخو سیمو ته ډېر د پښتورګو ډبرې پیدا کوي.
خو هغه دا هم وویل چې بل خارجي لامل موسم هم دی، معمولاً دا ناروغي د ژمي په پرتله په اوړي کې ډېره وي.
هغه وايي: «په پښتورګو کې د ډبرو جوړېدو درېیم لامل د ژوند طریقه هم ده، معمولاً هغه خلک چې حیواني پروټین او سره کړې غوښه ډېر خوري، ډېره مالګه استعمالوي او فزیکي فعالیت نه لري، نسبت نورو کسانو ته ډېر د پښتورګو ډبرې پیدا کوي، کوم کسان چې په ګرمه هوا کې کار کوي او کافي اوبه نه اخلي، د پښتورګو ډبرې پیدا کوي.»
د سرچينې په خبره، له مایعاتو کمه استفاده هم د پښتورګو ډبرې په جوړېدو کې یو مهم فکټور دی؛ کوم کسان چې کم مایعات اخلي، ډېر د پښتورګو ډبرې ورته پیدا کېږي.
هغه وايي، په ۲۴ ساعتونو کې له یونیم لېتر کمې اوبه څښل پښتورګو کې د ډبرې پیدا کېدو ګواښ ډېروي.
هغه وویل: «څېړنو ښودلې چې نارینهوو کې د پښتورګو ډبره نسبت ښځو ته درې برابره ډېره پیدا کېږي، ښایي یو لامل یې دا وي چې نارینه ډېر کار کوي او د مایعاتو ضایعات یې ډېر وي، ځیني وخت نورې ناروغۍ لکه پروستات هم د پښتورګو ډبرو پیدا کېدو لامل کېږي.»
ډاکټر بصيرت وويل چې پر دې ناروغۍ اخته کسان د تبې ترڅنګ د پښتورګو درد هم لري، خو په خلکو کې درد متفاوت وي او کله کله درد دومره ډېر وي چې د زغملو نه وي.
هغه وويل، داسې ناروغان هم شته چې په وجود کې یې د ناروغۍ هيڅ نښې هم نه وي، د نورو ناروغیو لپاره چې معاینات ترسره کوي، وروسته معلومېږي چې په پښتورګو یې ډبرې شته.
د هغه په خبره، د کومو کسانو په پښتورګو کې چې له پنځه تر شپږ ملي ډبره وي، جراحي ته اړتیا نه وي او د درملو او ډېرو اوبو څښلو په وسیله له منځه ځي، که له دې اندازې غټې وي، بیا نو عملیات ته اړتیا لري.
نوموړي دغه راز له ټولو خلکو غوښتنه وکړه چې په پښتورګو کې د ډبرو جوړېدو مخنیوي په موخه ډېرې اوبه وڅښئ، ډېر سره کړي خواړه دې نه خوري، له مالګې دې کمه استفاده وکړي.
دی وایي، له رومیانو، چاکلېټ او مالګې کمه استفاده هم د بډوډو ډبرو جوړېدو مخنیوي کې مهم رول لري، له مالګې دې یوازې په خوړو کې استفاده وشي، پر مستو، ترکارۍ او نورو دې د مالګې له پاشلو ډډه وشي.
هغه وايي، هغو کسانو چې د پښتورګو ډبرو درملنه کړې وي او یا ګرمو سیمو کې سفر کوي، باید کافي اوبه وڅښي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې د پښتورګو له ډبرو ځورېدلي او درملنه یې کړې وي او نه غواړي چې بیا د بډوډو پر ناروغۍ اخته شي، باید دغو مواردو ته پام وکړي.
د کابل ښار د افشارو سیمې یوه اوسېدونکي محمدضمير پژواک ته وويل چې نيکه يې له يوه کال راهيسې په بډوډو کې ډبره لرله او نن په اريانا کمپلېکس روغتون کې عمليات شو.
نوموړی وایي چې نيکه يې د پښتورګو سخت درد درلود، دا چې ډبره غټه شوې وه له عملیات پرته یې د رغېدو امکان نه و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP