Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتیا ریاست: ننګرهار کې سږ کال د ملاريا پېښې ډېرې شوې دي

عامې روغتیا ریاست: ننګرهار کې سږ کال د ملاريا پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
29 Jun 2024 - 15:49
عامې روغتیا ریاست: ننګرهار کې سږ کال د ملاريا پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
29 Jun 2024 - 15:49

جلال‌اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د ملاريا پېښې ډېرې شوې دي خو دوی هڅه کوي چې د مخنيوي لپاره يې د پشه‌خانو د وېش لړۍ پيل کړي.

بلخوا، د ملاريا پېښو ډېروالي خلک اندېښمن کړي او له چارواکو غواړي چې د مخنيوي لپاره یې چټک ګامونه‎ پورته کړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي د چنګاښ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د ملاريا پېښو کې ډېروالی راغلی دی.

دی وايي: «زموږ د کال ارقام خو د کال په اخره کې شريکېږي خو د تېر ۲۰۲۳ کال په جنورۍ، فبرورۍ، مارچ او اپرېل کې ۵ زره او ۲۰۰ کسان په ملاريا ناروغۍ اخته شوي خو سږ کال په همدغه موده کې یې بیا شمېر له ۷۵۰۰ کسانو څخه اوښتی دی.»

دی وايي، دا ارقام يوازې د هغو ناروغانو دي چې دولتي روغتيایي مرکزونو ته ورغلي او شايد شخصي روغتيايي مرکزونو ته د ورغلو کسانو شمېر تر دې ډېر وي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په بټي‌کوټ، بهسودو، ګوشته او خوږياڼو ولسواليو کې د ناروغانو کچه د نورو سيمو په پرتله زياته ده.

دی وایي، که څه هم د ننګرهار اکثريت سيمو کې پشه‌خانې پر خلکو وېشل شوې خو ډېری خلک له پشه‌خانو ګټه نه پورته کوي.

ده وویل، د عامې روغتیا ریاست پلان لري چې له تېر کال څخه پاتې پشه‌خانې هم پر خلکو ووېشي.

د رحيمي په خبره، د پشه‌خانو پر وېش سربېره د ننګرهار ټولو روغتيايي مرکزونو کې د ملاريا د تشخيص اسانتياوې او د ملاريا درمل شته چې په وړيا ډول ورکول کېږي.

بلخوا، د ننګرهار اوسېدونکي وايي، د ګرمۍ په راتګ سره د ملاريا پېښې زياتې شوې او بايد حکومت يې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

رحمت‌الله چې خپل ماشوم يې د ملاريا ناروغۍ درملنې لپاره د جلال‌اباد ښار د بي‌بي فاطمة‌الزهرا ولايتي روغتون ته راوستی، وايي، هر کور کې د ملاريا يو ناروغ موجود دی.

هغه وايي، د جلال‌اباد ښار يوې خوا ته د کابل سيند او بلې غاړې ته یې د کانال نهر تېر شوی چې له امله يې د ماشو کچه ډېره شوې او ورسره ملاریا هم ډېره شوې.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی جان‌اغا له عامې روغتيا رياسته غواړي چې د ملاريا په تړاو دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، د مخنيوي لارې چارې دې ورته وښايي او دغه راز دې د تشخيص او درملنې اسانتياوې ډېرې کړي.

بلخوا، په ننګرهار کې د ملاريا او ساري ناروغيو د مخنيوي ولايتي مرکز یو ډاکټر محمدسعيد شېرزاد وايي چې دې ادارې د ملاريا د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاينونو سربېره خلکو ته پشه‌خانې (ماشلومې) پر وخت وېشلې، د تشخيص او درملنې لپاره يې هم په ټولو روغتيايي مرکزونو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړی وایي، د ننګرهار ډېری خلکو ته په وړيا ډول پشه‌خانې ورکړل شوې خو ډېر خلک له پشه‌خانو استفاده نه کوي.

ملاريا يوه ساري ناروغي ده چې د ماشي (غوماشي) په واسطه له يوه انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي او انسان پرې د اخته کېدو پر مهال د وجود له سخت درد او تبې سره مخ وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.