ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې ښځینه کارکوونکې وایي، د خپلو معاشونو نامعلوم برخلیک اندېښمنې کړې دي

ځینې ښځینه کارکوونکې وایي، د خپلو معاشونو نامعلوم برخلیک اندېښمنې کړې دي

author avatar
1 Jul 2024 - 18:06
ځینې ښځینه کارکوونکې وایي، د خپلو معاشونو نامعلوم برخلیک اندېښمنې کړې دي
author avatar
1 Jul 2024 - 18:06

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د حکومت یو شمېر ښځینه کارکوونکې وایي، پنځه زره افغانیو ته یې د  معاشونو ټیټېدو په اړه څرګندونو ډېرې اندېښمنې کړې خو ځینې سرچینې وایي، د دې موضوع د حل او روښانه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د چارو ادارې د روان کال د غبرګولي په څلورمه د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې ته په یوه مکتوب کې لیکلي: «د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی حکم په لاندې تفصیل صادر شوی: په حکومتي ادارو کې ټولې هغه ښځینه کارکوونکې چې د تېرې ادارې له لوري پر دندو ګومارل شوې او اوس هم د اسلامي امارت له لوري معاشونه ورته اجرا کېږي، د هغوی ټولو معاشات دې په بودجوي او غیربودجوي واحدونو کې پنځه زره افغانۍ تعیین شي (د ټولو د معاشونو مقدار دې یو شي).»

وروسته له هغه په ټولنیزو پاڼو کې یو بل مکتوب هم خپور شو چې ماليې وزارت لیکلي، د ښځینه کارکوونکو د معاشونو په اړه دې د یاد حکم له مخې اصولي اقدام وشي.

د یادو مکتوبونو د سموالي او ناسموالي په اړه تر اوسه اړوندو چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو دوو سرچینو د یاد حکم سموالی پژواک خبري اژانس ته تایید کړی دی.

دغه راز، پر ټولنیزو پاڼو د پوهنې وزارت د مالي او حسابدارۍ ریاست ته منسوب یو وړاندیز خپور شوی.

د پوهنې وزارت مقام ته د وړاندیز په متن کې چې د روانې چنګاښ میاشتې په اوومه لیکل شوی، راغلي چې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو په اړه یې یاد حکم ترلاسه کړی، خو لکه څنګه چې مقام په جریان کې دی، د معارف کارکوونکو د معاشونو سیسټم یو اتومات سیسټم دی او د کارکوونکو د حاضرۍ مطابق یې لېستونه جوړېږي.

په مکتوب کې راغلي: «اوس د مشرتابه د حکم د تطبیق په موخه چې د ښځو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ وټاکل شي، اړتیا ده چې سیسټم له مشخص شوو معاشونو سره سم عیار شي، نو دغه تنظیمات ډېر وخت ته اړتیا لري.»

په دغه وړاندیز کې د یاد حکم په اړه وضاحت غوښتل شوی چې د ټولو ښځینه کارکوونکو لپاره پلی کېږي او که یوازې د هغو ښځو لپاره چې په کورونو کې دي او معاشونه اخلي.

د دغه وړاندیز سموالی چا پژواک ته نه دی تایید کړی.

د ښځینه کارکوونکو اندېښنې او غوښتنې

د قلعه‌زمان خان د نجونو لېسې یوې ښوونکې پژواک خبري اژانس ته وویل، دا او ډېرې نورې ښوونکې چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د هغو مکتوبونو په اړه اندېښنه لري چې د ښځو د معاشونو په اړه د واټسپ په ګروپونو کې لاس په لاس کېږي او ویل کېږي چې د ښځو معاشونه به پنځه زره افغانۍ شي.

هغې وویل: «سره له دې چې دوه ورځې مخکې د کابل ښار د پوهنې له ریاسته یوه کس په یوه غږیز پیغام کې ویلي وو چې د معلمینو د معاشونو موضوع حل شوې ده او معلمین له دغه امره مستثنا دي، خو نن د ښوونځیو معاشونو استحقاقونه ولېږل شول خو زموږ ښځینه ښوونکو تر بل امره وځنډېدل.»

هغې د ښځینه کارکوونکو د تنخواګانو د احتمالي کمېدو په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل چې خاوند یې فلج دی او دې ته د څلورکسیزې کورنۍ نفقه ور له غاړې ده.

هغې وویل: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو په اړه له سره غور وکړي، د اسلام مبارک دین ښځو ته ډېر زیات ارزښت ورکړی، موږ ښځې هیله لرو چې اوسنی نظام یو اسلامي نظام دی او زموږ دې شرعي غوښتنې ته مثبت ځواب راکړي او معاشونه دې نه راکموي.»

په کابل ښار کې د ابوالقاسم فردوسي ښوونځي ښوونکې شازیه هم ورته څرګندونې کوي، وایي اوازه وه چې د ښځینه کارکوونکو تنخواګانې ۵۰۰۰ افغانۍ کېږي؛ ځکه خو ښوونکې سختې اندېښمنې وې خو د پوهنې وزارت یوه مسوول د واټسپ په یوه ګروپ کې ډاډ ورکړ چې دغه ستونزه حل کېږي او د پوهنې وزارت د ښځینه کارکوونکو تنخواګانې نه کمېږي.

خو هغه هم وایي چې د نورو کارکوونکو د چنګاښ میاشتې د معاشونو استحقاقونه لېږل شوي، خو د ښځو د معاشونو استحقاقونه یې تر بل امره ځنډولي څو دغه موضوع روښانه شي.

هغه هم غوښتنه وکړه چې اسلامي امارت دې د ښځو معاشونه نه کموي.

په کابل ښار کې د ناصر خسرو بلخي ښوونځي ښوونکې نجیبه هم وایي: «زه له کارته‌نو څخه هر ورځ شهر کهنه ته ښوونځي ته د تدریس لپاره ځم، د میاشتې ۲۵۰۰ افغانۍ زما کرایه کېږي، په کور کې ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، په ډېره سختۍ په اته زره افغانۍ معاش ګوزاره کوو، اوس که زموږ معاش پنځه زره افغانۍ شي، څه به کوم، اوس هم له نامعلوم حالت سره مخ یو.»

هغې زیاته کړه، ډېری ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، اسلامي امارت ‎دې د هغوی ستونزو ته پام وکړي، د ښځو تنخواګانې دې نه کموي او پر وخت دې یې ورته اجرا کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند اداره کې هم یوه ښځینه کارکوونکي وایي، اوس هم چې ښځینه کارکوونکې تر شاوخوا لس زره افغانیو معاشونه اخلي، له ستونزو سره مخ دي خو که چېرې پنځه زره افغانۍ شي، نو ستونزې به یې نورې هم زیاتې شي.

هغه وایي، ډېرې ښځينه کارکوونکې په دغو پیسو کې د کور کرایه، د برق او اوبو بېلونه ورکوي او خپله د خپلې کورنۍ نفقه پيدا کوي.

تېره اونۍ په ټولنیزو پاڼو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګواکې د کابل ښار په څلور روغتونونو کې ښځینه کارکوونکو د تنخواګانو کمېدو په غبرګون اعتراض کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې دوو حکومتي سرچینو پژواک ته وویل، د ښځو د معاشونو اړوند حکم د وضاحت او د یادې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه هڅې روانې دي او تمه کېږي چې ژر به ورته د حل یوه لار وموندل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.