ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې یو شمېر کروندګر له سېلابونو د کرنیزو ځمکو خوندیتوب لپاره د استنادي دېوالونو جوړېدو غوښتنه کوي

کونړ کې یو شمېر کروندګر له سېلابونو د کرنیزو ځمکو خوندیتوب لپاره د استنادي دېوالونو جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
1 Jul 2024 - 15:39
کونړ کې یو شمېر کروندګر له سېلابونو د کرنیزو ځمکو خوندیتوب لپاره د استنادي دېوالونو جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
1 Jul 2024 - 15:39

اسعداباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ د ځینو ولسوالیو یو شمېر کروندګر وايي، کرنیزې ځمکې یې د احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د دغو ځمکو د تخریب مخنیوي لپاره دې ورته استنادي دېوالونه، سربندونه او چک‌ډیمونه جوړ شي.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ د بچي کلي اوسېدونکي دلبار باجوړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ورښتونو پر مهال په ویالو او سیندونو کې د اوبو ډېرېدو له امله یې کرنیزې ځمکې تخریب او شنه فصلونه یې زیانمنېږي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال مو د کروندې ډېره برخه د موسمي ورښتونو پر مهال چې اوبه ورسره زیاتې شوې وې، تخریب شوې، سیمه مو غرنۍ ده، د خوړونو اوبو مخه نه‌ ده نیول شوې، زموږ ځمکې تل د اوبو له ګواښ سره مخ وي.»

دغه راز د شیګل ولسوالۍ د موڼي سیمې اوسېدونکی او قومي مشر حاجي تاج‌محمد وایي، مخکني حکومت د باران اوبو ذخیره کولو او د ځمکو د تخریب مخنیوي په موخه ځینو سیمو کې چک‌ډيمونه جوړ کړل خو ښه نتیجه یې ورنه کړه.

هغه وویل چې که حکومت او همکارو موسسو په نورو سیمو کې  هم ورته چیک‌ډیمونه، سربندونه او استنادي دېوالونه جوړ کړي، ډېرې کرنیزې ځمکې به د اوبو له خطره وژغورل شي.

هغه زیاته کړه: «کونړ یو غرنی ولایت دی، د بارانونو پر مهال د غرونو او خوړونو اوبه لا هم په بشپړ ډول مهار شوې نه دي.»

هغوی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته په سیمو کې استنادي دېوالونه، چک‌ډيمونه او سربندونه جوړ کړي.

ورته مهال، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په اسمار، شلتن، شیګل، ماڼوګي او وټه‌پور ولسوالیو کې د اوبو ذخیرې، چک‌ډيمونه، ویالې او سربندونه جوړ او ترمیم کړي دي.

د یاد ریاست د انجینري او اوبولګولو نوې ټکنالوجۍ د ترویج مدیر انجینر ولي‌الله وویل، دغه کرنیزې کوچنۍ پروژې چې د ځینو نړۍوالو همکارو موسسو په مالي مرسته پلې شوې، سلګونه ځایي خلکو ته په‌کې د لنډې مودې لپاره کاري فرصتونه هم برابر شوي وو .

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې په نورو سیمو کې هم د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوي او للمي ځمکو خړوبولو په موخه چک‌ډیمونه، کانالونه او سربندونه جوړ او ترڅنګ به یې د کرنې ودې لپاره نورې ګټورې پروژې پلې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.