Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او چین ترمنځ د سړک جوړولو چارې صفري نقطې ته رسېدلې دي

د افغانستان او چین ترمنځ د سړک جوړولو چارې صفري نقطې ته رسېدلې دي

author avatar
5 Jul 2024 - 15:12
د افغانستان او چین ترمنځ د سړک جوړولو چارې صفري نقطې ته رسېدلې دي
author avatar
5 Jul 2024 - 15:12

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي،‎ د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انجنير ذبيح‌الله اميري د پامیر دره او غجیر ته د سفر پر مهال ویلي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.‎

امیري وویل: «د ورېښمو د لارې لومړى فاز چې د ملي دفاع وزارت د انجنيرۍ برخې له لوري د ٦٠ کیلومتره اوږدوالي او ١١ متره سور په درلودو له اشکاشم ولسوالۍ پيل شوى و، د واخان ولسوالۍ د مرکز تر خندود سيمې یې چارې مخکې تللې دي او ځینې برخې یې قیر کولو ته چمتو دي. ‎د رئیس‌الوزراء اداري مرستیال په بدخشان کې د ګرځندوی ملي کنفرانس کې ویلي وو چې د دې لارې د پخولو چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.»‎

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس د واخان تاریخي دهلېز د افغانستان او سيمې لپاره د ملا تیر یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دې لارې د چارو په بشپړېدو او د چين بندر په بېرته ‎ پرانيستل کېدو به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې ‎او ختیځه اسیا به له سوېلي اسیا سره ونښلوي.

اميري وايي: «د دغه سړک جوړولو چارې تېر کال له بزای‌ګنبد سیمې‎ پيل او د دره او غجیر له تاريخي لارې د چين او افغانستان تر صفري نقطې پورې د ٥٠ کيلومتره اوږدوالي او ۷ متره سور په درلودو بشپړ او تګ‌راتګ پرې کېږي خو د ځینو ‎ پلونو، پلچکونو او د سرک هوارولو چارې نه دي بشپړې شوې چې په شدت روانې دي.»‎

د يادونې ده، دغه لويه لار د بدخشان له مرکز فيض‌اباد ښاره‎ د چين تر پولې څه باندې‎ ٤٥٠ کيلومتره اوږدوالی لري چې له فيض‌اباد‎ تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د شاوخوا ١٥٠ کيلومتره لارې پخولو چارې څه باندې‎ ٨٠ سلنه بشپړې شوې ‎او په څه باندې ٣٠٠ کيلومتره نوره لار‎ د واخان ولسوالۍ په درېیو برخو کې  کار روان دی.‎

Views: 295

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.