ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

author avatar
13 Jul 2024 - 16:37
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و
author avatar
13 Jul 2024 - 16:37

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو او القاعدې د شتون په اړه اندېښنه وښوده، خو ا.ا رد کړه او د هند او روسیې مشرانو افغانستان کې د «ترهګرۍ» ضد ګامونه وستایل.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • چین او تاجکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
  • افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا وایي، د ټولو اتباعو حقوق تامین دي.
  • د امر بالمعروف وزارت: یوناما دې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د مسلمانانو احساسات ژوبلوي.
  • م.م: القاعده افغانستان کې فعالیت لري؛ مجاهد: دا پروپاګند دي.
  • د مودي او پوتین لیدنه؛ په افغانستان کې د «ترهګرۍ ضد ګامونه ستایل شوي.»
  • ګراندي: له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ځنډول شوې، دغه ایستل تر ډېره سیاسي وو.
  • مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او یو ټپي و.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو کندهار کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي، فاریاب کې له یوه ۱۹ کلن ځوانه سر پرې شوی او ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، غزني کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت ټينګار

تېره اونۍ، چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې – چې تاجکستان ته د چین د ولسمشر شي‌جین‌پنګ د سفر په ترڅ کې صادره شوې – راغلي چې یو بې‌پرې، متحد، ټول‌ګډونه، سوله‌ییز او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک افغانستان د افغانانو او سیمې په ګټه دی.

خو له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د ټولګډوني حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم وړمه اونۍ د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزې کې په خپله وینا کې ویلي وو: «موږ په افغانستان کې سولې او یو ټول‌شموله حکومت ته اړتیا لرو چې بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای وي. ټول هېوادونه باید یوموټي شي څو افغانستان د ترهګرۍ پر ځاله بدل نه شي.»

د بشري حقونو په اړه د یوناما اندېښنه او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې وه او په دغه راپور کې یې د ځيني بندیزونه، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې محدودیتونه اندېښمنوونکي بللي وو.

په راپور کې ادعا شوې چې د لارښوونو او حکمونو پلې کېدو برخه کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ځينې لارې چارې د بشري حقونو د نقض لامل کېږي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱مې، یوناما لږ تر لږه ۱۰۳۳ قضیې، ۲۰۵ مورده د ښځو او ۸۲۸ نورې د نارینه‌وو پر وړاندې مستندې کړې چې په هغو کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت برحالو کارکوونکو د حکمونو عملي کولو پر مهال له زوره کار اخیستی چې د خلکو د ازادۍ، بدني او روحي روغتیا د نقض لامل شوي دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د امر بالمعروف وزارت د پروسيجر په اړه د یوناما نیوکې بې‌ځایه بللې او زیاته کړې يې ده، کوم احکام چې د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له خوا توصیه کېږي، هغه معلوم اسلامي احکام دي.

مجاهد زیاته کړې: «متأسفانه د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي چې افغانستان له غربي لیدلوري وارزوي، دغه کار ناسم دی، افغانستان باید د یوې مسلمانې ټولنې په څېر وارزول شي، د دغه هېواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام جوړېدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې، غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

ده ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي.

دغه راز، د افغانستان د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د یوناما راپور له حقیقته لرې بللی او له یوناما یې غوښتي چې د اسلامي احکامو د تطبیق په اړه له داسې څرکندونو ډډه وکړي چې د مسلمانانو احساسات ژوبلوي.

افغانستان کې د القاعده د فعالیت ادعا او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوه راپور کې ویلی چې «ترهګرې ډلې» لا هم افغانستان ته د یوه خوندي ځای په سترګه ګوري او سرپرست حکومت په ځینو ولایتونو کې د مېشتو ډلو پر وړاندې نرم دریځ لري.

راپور کې ادعا شوې چې القاعدې افغانستان کې د روزنیزو کمپونو شبکه غځولې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا څرګندونې په کلکه رد کړې دي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هیڅ یوه خپلسرې ډله نه شته.

د ملګرو ملتونو راپور کې د داعش ډلې پر وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت هڅې ستایل شوې خو افغانستان کې یې پر شتون اندېښنه ښودل شوې ده.

مجاهد ویلي: «د داعش په نامه پدیده سخته ځپل شوې ده، که په کوچنۍ ساحه کې جنایت ترسره کوي هم تعقیبېږي او له منځه وړل کېږي. نور څوک دلته نه شته، متاسفانه داسې ادعاوې چې کېږي، د امنیت شورا له خوا دا فکر کوم یوازې تبیلغات او پروپاګند دي او یا ناسم معلومات دي چې دوی ته ورکړل شوي وي.»

دی وايي، ا.ا په تکرار سره ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې

تېره اونۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ویلي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ځنډول شوی دی.

ګراندي ویلي: «موږ پوهېږو چې د افغان کډوالو اجباري اخراج تر ډېره حده سیاسي و.»

ګراندي ویلي، غواړي چې د افغانستان، پاکستان او «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شي، پاکستان کې د افغان کډوالو کارتونه واحد او معتبر شي، حقوق یې خوندي او د کډوالو له وضعیته سیاسي استفاده ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د رياست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلی، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي او هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې، دغه هېواد تر اوسه څه باندې نیم میلیون افغان کډوال په زور ایستلي دي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.