Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت کابل ښار کې د هندي بورې بیه ټیټه شوې

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت کابل ښار کې د هندي بورې بیه ټیټه شوې

author avatar
13 Jul 2024 - 15:18
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت کابل ښار کې د هندي بورې بیه ټیټه شوې
author avatar
13 Jul 2024 - 15:18

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې بیه ټیتې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۹۸۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د بورې بیه ځکه ټیټه شوې چې په هندوستان کې یې هم بیه ټیټه شوې ده.

خو هغه وايي، نن د تېرې شنبې په څېر ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۲۰افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یو لېتر پټرولو بیه ۶۲ افغانۍ او د یو لېتر ډیزلو بیه ۶۰ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام ګاز بیه ۴۸ افغانۍ ده.

سره زر

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو ۷ په څېر د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سرو زرو بیه ۴۴۰۰ افغانۍ او ‎د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ۳۵۰۰ افغانۍ ده.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۱۶مه ‎د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.

Views: 10

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.