ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي امارت مشرتابه له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي

د اسلامي امارت مشرتابه له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي

author avatar
15 Jul 2024 - 17:20
د اسلامي امارت مشرتابه له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي
author avatar
15 Jul 2024 - 17:20

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د امارت مشرتابه په کندهار کې د امنیتي ارګانونو له چارواکو سره کتلي، د هغوی هڅې یې ستایلې او په بېلابېلو برخو کې یې سپارښتنې ورته کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون په کندهار کې د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د مسوولینو غونډه وشوه.

نوموړي زیاته کړې، په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست ملا عبدالحق وثیق او نورو لوړرتبه امنیتي چارواکو او مسوولینو ګډون درلود.

سرچینې ویلي، په ناسته کې د امنیتي ارګانونو چارواکو په چارو کې د پرمختګونو او اجرااتو په اړه د امارت مشرتابه ته توضیحات ورکړل، مشرتابه هم د هغوی هڅې وستایلې او په مختلفو برخو کې یې سپارښتنې ورته وکړې.

مجاهد لیکلي، د غونډې په جریان کې د امنیتي ارګانونو اړوند ستونزو په اړه هم بحث وشو چې مشرتابه یې د حل برخه کې لازمې لارښوونې وکړې

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.