ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه اراده چې بېوزلي یې خنډ نه شوه؛ خوست کې یو کارګر ځوان د طب پوهنځي ته بریالی شوی

هغه اراده چې بېوزلي یې خنډ نه شوه؛ خوست کې یو کارګر ځوان د طب پوهنځي ته بریالی شوی

author avatar
22 Jul 2024 - 17:05
هغه اراده چې بېوزلي یې خنډ نه شوه؛ خوست کې یو کارګر ځوان د طب پوهنځي ته بریالی شوی
author avatar
22 Jul 2024 - 17:05

خوست‌ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د واجدالله په نوم یو بېوزلی ځوان چې هره ورځ ښوونځي ته له تلو مخکې به یې تر غرمې پورې په خوست ښار کې لاسي کراچۍ ګرځوله، د سږني کانکور له لارې د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

۱۸ کلن واجدالله چې په خوست ښار کې د لاسي کراچۍ په وسیله کار، په سږني کانکور کې په لوړو نومرو د خوست شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي ته بريالی شوی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، سره له دې چې ډېرې اقتصادي ستونزې لري، خو بيا يې هم همت له لاسه ورنه کړ او په ډېرو سختو حالاتو کې يې ښوونځی پای ته ورساوه.

دی زیاته کړه، کله چې پرې د ملګرو له خوا طب پوهنځي ته د بريالي کېدو زېری وشو، نو له ډېرې خوښۍ يې په سترګو کې اوښکې راغلې.

د نوموړي په خبره: «د غرمې تر دوولس يا دوولس‌نيمو پورې به مې کار وکړ، نيم ساعت کې به مې ډوډۍ وخوړه، اودس به مې وکړ، هر څه به مې په بېړه وکړل، بس تېز به ښوونځي ته روان شوم، په وخت به ورسېدم څو خپل درسونه خطا نه کړم، ډېره مطالعه به مې د شپې کوله؛ ځکه د ورځې مې وخت نه درلود.»

هغه وايي چې په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د خلکو توکي له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي.

واجدالله چې خپلې زده‌کړې يې د ښار په پرېمنګر لومړني ښوونځي کې پيل کړې وايي، که څوک په رښتيني توګه د زده‌کړو اراده ولري، هيڅ ډول ستونزه يې مخه نه شي نيولای.

هغه وايي، غواړي ښه تکړه ډاکټر ترې جوړ شي، که به راتلونکي کې هر ډول ستونزې يې مخې ته ورشي، د اوس په څېر به ورسره کلکه مبارزه کوي.

واجدالله وویل: «کوم خلک چې اسانتياوې لري، هغه بايد له خپلې کورنۍ او هېواد سره خيانت ونه کړي، په ښه ډول درس د ځان لپاره ووايي او هغه خلک چې په ستونزو کې دي، ستونزې د ځان لپاره بهانه نه کړي، کار باید وکړي او ښه درس ووايي.»

د واجدالله پلار دينه‌ګل هم خوښ دی چې زوی يې په ښو نومرو طب پوهنځي ته بريالی شوی دی.

هغه که څه هم په خپله تعليم نه لري، خو وايي، هيله يې دا ده چې ميندې او پلرونه پر خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي، څو دا وران هېواد پر پښو ودروي.

هغه زياتوي: «زه چې کله خبر شوم چې زوی مې کامياب دی، ډېر خوښ شوم، بيا مې دعا وکړه چې خدايه پاکه د ټولو افغانانو بچي کامياب کړې، دا داسې دي لکه زما خپل بچي، افغانستان ډېر ژوبل دی چې دې ته خدمت وکړو او په خپله يې پر پښو ودروو.»

د واجدالله د ښوونځي ښوونکي هم د هغه د وړتياوو ستاينه کوي.

د هغه يوه ښوونکي نقيب رسول کليوال پژواک ته وويل، واجدالله د هغو زده‌کوونکو لپاره يو ښه درس دی چې د زده‌کړو ښه زمينه ورته برابره ده خو بیا هم سستي کوي.

هغه وايي: «تقريياً په دوو درېیو اونيو کې واجدالله موږ ته ځان داسې ثابت کړ چې د هر استاد او ادارې فکر د ده په طرف و، تقريباً نيمه ورځ به له موږ سره و، له هغه وروسته به چې کله له موږه ولاړ، کراچۍ به ورسره وه او مزدوري به يې کوله.»

د یادونې ده، د سږ کال په کانکور کې شاوخوا سل زره کسانو ګډون کړی و چې له ډلې یې ۶۳ زره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.