کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۷ زره او ۴۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال د تېرې چنګاښ میاشتې له ۲۸مې د زمري تر درېیمې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.
پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکسپاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۷۳۴ کسان چې شاوخوا ۴۹۳ کورنۍ کېږي، د تورخم او سپنبولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.
دغه راز، په یاده موده کې ۱۴۶۹۶ کسان د نیمروز د ابرېشمپله او د هرات اسلامکلا له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې له ۲۰مې تر ۲۸مې نېټې پورې هم ۱۳ زره او ۶۰۰ کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP