مزارشریف (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳) د بلخ خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۸۳ درملتونونه او ۳۰ کارخونې د دوی له معیارونو د سرغړونې له امله تړلې دي.
د بلخ خوړو او درملو ادارې رییس نجیبالله توانا پژواک ته وویل چې دې ادارې د بلخ ولایت مرکز او ولسوالیو کې ۸۳ درملتونونه او شرکتونه چې بېکیفیته، غیرمجاز او په لوړه بیه درمل یې پلورل تړلي دي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه چې پر دې سربېره یې ۳۰ هغه کارخونې هم تړلې چې بېکیفیته او غیرمصون خوراکي توکي یې تولیدول او بازار ته یې وړاندې کول.
توانا دغهراز په حیرتان ګمرک کې د یوه لابراتوار د جوړېدو خبر ورکوي او وایي، ټول هغه خوراکي توکي او درمل چې له بهره بلخ ته واردېږي، په دغه لابراتوار کې چک کېږي او که د دوی له معیارونو سره سمون ونه لري، بېرته یې ګرځوي.
هغه ووېل، په دې وروستیو کې یې له ازبکستانه وارد شوي ۳۰۰ ټنه بېکیفیته اوړه ضبط کړي او نږدې وروځو کې به یې بېرته یاد هېواد ته ور وګرځوي.
بلخوا، د بلخ اوسېدونکي د دغې ادارې د کړنو هرکلی کوي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی حسیبالله وایي چې د بلخ خوړو او درملو ادارې په کمه موده کې ډېرې لاستهراوړنې درلودلې خو له یادې ادارې غواړي څو په مزارشریف ښار کې په خپلسري توګه د درملو پر پلور بندیز ولګوي.
هغه زیاتوي، ډېری درملتونونه په خپلسري توګه او له نسخې پرته درمل پلوري چې ځینې ځوانان ان له دغو درملو غلطه استفاده هم کوي.
دغهراز، د مزار شریف ښار یو بل اوسېدونکی محمدصابر هم وایي چې دغه اداره دې هغه کورني او بهرني خوراکي توکي او درمل بند کړي چې له نړۍوالو معیارونو سره سمون نه لري.
د یادونې ده، د بلخ خوړو او درملو ادارې څو ورځې مخکې په تېرو درېیو میاشتو کې راټول شوي ۷۰ ټنه بېکیفته او تاریختېره خوراکي توکي او ۳۰ ټنه درمل هم وسوځول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP