ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي

د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي

author avatar
3 Aug 2024 - 18:45
د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي
author avatar
3 Aug 2024 - 18:45

میمنه (پژواک،۱۳ زمری ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د دغه ولایت د خانچارباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ د ترافیکي پېښو د څېړلو مسوول دوست‌محمد دوست پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د دغه ولایت په خانچارباغ ولسوالۍ کې یو سراچه موټر له یوه کرولا موټر سره ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۹ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

مسوولین وايي، د پېښې مړي او ټپیان د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر سنجر عمري وویل چې نن له غرمې وروسته درې بجې دغه روغتون ته د شپږو نارینه‌وو او درېیو ښځو په کډون ۹ مړي او د یوې ښځې او دو نارینه‌وو په ګډون درې ټپیان وروړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پېښې ډېری مړي او ټپیان د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.