Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي

مهترلام (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال په دغه ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي چې ګڼ شمېر کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د مهترلام ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول لعل‌اغا ابراهیمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، په پلان کې لري چې د روان کال تر پایه د مهترلام ښار اړوند سیمو کې د سل میلیون افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابر شي.

د نوموړي په وینا، په یاد شمېر پروژو کې د فرعي سړکونو پخول، د ویجاړ شوو سرکونو ترمیم او بیارغول او د پلچکونو او پلیو لارو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه، د دغو پروژو مالي لګښت خپله د ښاروالۍ له بودجي ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.