د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال په دغه ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي چې ګڼ شمېر کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.